د افغانستان لپاره د اروپآيي ټولنې خاص استازی وایي، چې د افغانستان او اروپا تر منځ د همکاریو د یوه دوه اړخیز تړون د امضا په سرخبرې په بروکسل کې روانې دي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خاص استازي ویګاداس اوشاسکس نن په کابل کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:
"زه خوښ یم چې تاسو ته دا اعلانوم چې نن او سبا په بروکسل کې د افغانستان او اروپآيي ټولنې تر منځ د همکاریو د یوه تړون د امضا په اړه خبرې روانې دي .
په دې خبرو کې د افغانستان له لوري جاوید لودین او د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو استازي ګډون لري . دا دریم دور خبرې دي چې ګډون کونکي یې د لږ تر لږه لسو کلونو لپاره د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د اړیکو یو چوکاټ رامنځ ته کوي"
پخوا ترې د اروپايي ټولنې مسئولینو ویلي، له افغانستان سره به ددې تړون لاسلیک کیدل یو څه وخت وغواړي، ځکه چې د اروپايي ټولنې ټول غړي هیوادونه باید پرې سلا شي.