د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

د سوريې مخالفان يوې موافقې ته نژدې شوي


د سوريې د ملي شورا غړي
د سوريې د ملي شورا غړي
راپورونه وايي، د قطر په مرکز دوحه کې د سوريې د اپوزيسيون ډلې، په خپله غونډه کې د متحد مشرتابه پر تشکيل موافقې ته نژدې شوي دي.

د امريکا او قطر په ګډون د سوريې د اپوزيسيون ملاتړو له اپوزيسيون څخه د اتحاد غوښتنه کړې ده او ويلي يې دي دا به په نړيواله کچه د رسميت پېژندنې چارې اسانه کړي او په سوريه کې به دننه د ياغيانو او فعالانو ترمنځ همږغۍ او انتقالي حکومت ته زمينه برابره کړي.

راپورونه وايي د سوريې ملي شورا د يوې معاملې د برقرارۍ هڅه کوي او دا اندېښنه ورسره ده چې د کوم نوي سازمان تر مشر تابه لاندې به يې موقف کمزورى شي.

د دې شورا نوي ټاکل شوي مشر جورج سبرا وويل، د يوې معاملې د تصويب لپاره پر ملي شورا نړيوال فشارونه ناسم دي، ده د وسلو په ګډون د سوريې اپوزيسيون ته د رښتيني ملاتړ په برابرولو کې د لوېديځ پر ناکامه کېدو انتقاد وکړ.

سبرا په يوه خبري کنفرانس کې وويل، د سوريې ملي شورا هغه پېشنهادونه ”څېړي” چې د سوريې د نورو مخالفو ډلو له خوا مطرح شوي دي:

”موږ د سوريې په اپوزيسيون کې له خپلو وروڼو سره پرانيستي ډيالوګ ته داخل شوي يو. د دوى څرګندونې مو واورېدې او هغه اقدامات مو وڅېړل چې د دوى له خوا مطرح شول، موږ خپل ليدلورى او سوچ هم لرو چې وړاندې به يې کړو. موږ د عمده مسئلې په توګه- د اپوزيسيون د اتحاد په وړاندې په کافي اندازه جدي يو، خو غواړو دا کار په اساسي ډول وکړو“

يوه مخکښ مخالف رياض سيف وويل يوې موافقې ته د رسېدو لپاره ٩٠ فيصده چانس شته.

په همدې حال کې د حکومت يوه وياند په دمشق کې د ملي ديالوګ غوښتنه وکړه، ويې ويل پوځ د خبرو د چانس د غښتلي کولو لپاره مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په لوېديځ ښارګوټي درعا کې د افسرانو دفتر ته څېرمه، پوځ ته په دوو ځان وژونکو بريدونو کې دروند زيان ورسېد.

فعالان په دې حمله کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٠ تنه سرتېري ښيي، خو دولتي رسنۍ وايي درېيو ځان وژونکو بريدونو اووه کسان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي دي، خو دا يې نه دي ويلي چې دغو حملو پوځ په نښه کړى و.

د ولسمشر بشارالاسد د رژيم په وړاندې په روان ٢٠مياشتني پاڅون کې لږ تر لږه ٣٨زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG