د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

هروي: افغان سفير له امريکا سره د خبرو د پرمخ بېولو لياقت لري


د افغانستان جمهوري رياست، په امريکا کې د افغانستان سفير "اِکليل حکيمي" د حکومت کارکوونکى بولي او په اداري فساد کې ښکېل نه دى.

د ولسي جرګې ځينو استازو د شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې ښاغلي حکيمي په مالي فساد تورن کړ.

خو د جمهوري رياست د وياند مرستيال احمد ضياء سيامک هروي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دغه ادعا بې اساسه وبلله:

”په خواشينۍ سره په وروستيو کې پر خلکو د فساد ټاپه لګول اسانه شوی دی. دا ځل افغان پارلمان د افغان حکومت پر يوه کارکوونکي انتقاد کوي؛ په تېرو وختونو کې اکليل حکيمي څرګنده کړې چې د افغان دولت يو وړ کارکوونکى دى.“

د ښاغلي هروي په خبره، په امريکا کې د افغانستان سفير د لياقت له مخې ټاکل شوى او توانېدلى خپل کارونه ښه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې پرون وويل، اکليل حکيمي له امريکا سره د امنيتي موافقې پر سر د خبرو اترو د پرمخ بېولو لياقت نه لري.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، دغه مسووليت بايد يوه مسلکي کس ته وسپارل شي:

"که ضرورت احساس شي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي پلان لاسلیک شي، باید د دې کمیسیون مشري داسې شخص ته وسپارل شي؛ چې د هېواد په امنیتي مسایلو کې تخصص ولري، نومول شوی شخص په امنیتي مسایلو کې تخصص نه لري او ټاکنه یې د افغانستان په خير نه ده."

خو د جمهوري رياست د وياند مرستيال ښاغلى هروي وايي، د دې موافقې په باب د خبرو اترو اصلي پرمخ بېوونکى د بهرنيو چارو وزارت دى:

”دا چې ښاغلى حکيمي ستراتيژيکې يا د اوږدمهالو امنيتي همکاريو خبرې اترې پرمخ بيايي، دا يوه بله غلط فهمي ده، اکليل حکيمي د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي او ډيپلومات په توګه د بهرنيو چارو وزارت په استازيتوب هغه طرحې د امريکا له حکومت سره په دوه اړخيزو خبرو کې مطرح کوي، چې د افغان دولت له خوا ورکول کېږي.“

ازادۍ راډيو په واشنګټن کې د افغانستان له سفارت سره هم د دې موضوع په اړه تماس ونيوه، خو د اکليل حکيمي همکارانو وويل، چې دى نه غواړي د دې موضوع په اړه تبصره وکړي.

ځينو وکيلانو ويلي، ولسي جرګې د ښاغلي حکيمي د مالي فساد دوسيه لويې څارنوالۍ او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې ته سپارلې ده؛ خو د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې په دې اړه بې خبري وښوده.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.
XS
SM
MD
LG