د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۷

"د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د کمیسیون مشري دې مسلکي کس ته وکړل شي"


د افغانستان د ولسي جرګې د یوشمیر غړو د څرګندو نو له مخې په امریکا کې د افغانستان سفیر "اکلیل حکیمي" یو انجینیر دی او د هېواد د امنیتي مسالو په هکله معلوما ت او تجربه نه لري.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ چې حکیمي ته د مذاکراتو د کمیسیون مشري ورکول د افغانستان په ګټه نه دي.

ده وویل، د دې کمیسیون مشري باید یوه مسلکي شخص ته ورکړل شي:

"که ضرورت احساس شي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي پلان لاسلیک شي، باید د دې کمیسیون مشري داسې شخص ته وسپارل شي؛ چې د هېواد په امنیتي مسایلو کې تخصص ولري، نومول شوی شخص په امنیتي مسایلو کې تخصص نه لري او ټاکنه یې د افغانستان په مصلحت کې نه ده."

ویل کیږي، چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي پلان د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره، دامریکا له لورې "مارک کراسمن" ټاکل شوی دی.

مارک ګراسمن اوسمهال دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ځانګړی استازی دی.

د جرګې غړو دا هم وویل، اکلیل حکیمي د مالي فساد دوسیه هم لري، چې د فساد پرضد د مبارزي عالي ادارې، لوی څارنوالۍ ته سپارلې ده.

د جرګې ځینو غړو دا هم وویل، چې د کابل واشنګتن ترمنځ د ستراتیژیکې موافقتنامې په نهمه ماده کې راغلي؛ چې امریکا به پر افغانستان د هرډول تیري مخه نیسي؛ حال دا چې، د هېواد په یوشمیر ولایتونو د پاکستان له لوري راکټونه ویشتل کیږي؛ خو امریکا یې پر وړاندې هیڅ غبرګونه نه ښيي.

د جرګې غړی سید محمد عالمي بلخي وایي:

"امریکا خپله ژمنه د مخکیني پیمان سره سمه ثابته نه کړه. زما په نظر باید یو کمیسیون جوړ شي چې لومړی، مخکینی پیمان وڅیړي، چې امریکا پرې عمل کوی اوکه نه او له هغې وروسته په تازه موضوع بحث وشي."

ازادي راډیو هڅه وکړه، چې د اکلیل حکیمي په هکله د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولري؛ خو اړیکې مو ورسره ټینګې نه شوې.

د ولسي جرګې ريیس د جرګې د بهرنیواړیکو او کورني امنیت کمیسیون ته دنده وسپارله چې په دې هکله له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

پخوا تر دې چارواکو ویلي وو، چې کابل او واشنګټن ترمنځ به په یوه امنیتي تړون رسمي مذاکرات ډير ژر پيل شي. په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مساله د دې تړون یوه برخه ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG