د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

بشارالاسد: نه واک پرېږدم او نه هم له سوریې وځم


د سوریې ولسمشر بشاراسد یوځل بیا پر خپل پخواني دریځ، یعنې دا چې له واکه به لېرې نشي او له سوریې به ونه وځي ټینګار وکړ.

ښاغلي اسد د نن روسیې یا Russia Today روسي ټلویزیوني چېنل سره په مرکه کې وویل چې د ده اوس او راتلونکې سوریه ده:

"زه کوم لاسپوڅی نه یم. زه د لویدیځ له خوا نه وم جوړ شوی چې بیا به لویدیځ یا کوم بل هېواد ته ځم. زه د سوریې یم، د سوریې لپاره جوړ شوی یم، باید په سوریه کې ژوند وکړم او پکې مرم به."

اسد وویل، پر سوریې هرراز تېری به ټوله نړۍ وښوروي او زیاته کړه چې که د سوریې لپاره کومه ستونزه جوړه شي، نو له اتلانتیکه نیولې تر آرام سمندرګي پورې ټولو ته به زیان ورسوي.

په همدې حال کې د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې دا هېواد د ښېګڼې له کوم امېد پرته د کورنۍ جګړې پر لور روان دی. دا ټولنه چې مرکز یې په برتانیا کې دی اټکل کوي چې په سوریه کې د تېرکال له مارچ میاشتې راپه دې خوا په جګړو کې شاوخوا ۳۷ زره خلک چې ډېری یې ملکي وګړي دي؛ وژل شوي.

لویدیځ ډيپلوماتان او څارونکي هم په دې باور دي چې په سوریه کې وضعیت مخ په خرابېدو دی. د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم پرون دا اندېښنې تایید کړې او ویې ویل چې په سوریه کې د روان بحران له وجې اړو ملکي خلکو ته مرستې نشي رسولای.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پیټر ماورېر Peter Maurer په ژنیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سوریې بحران د روان کال له پیله ورځ تر بلې خرابېږي:

"موږ په داسې یو وضعیت کې یو چې د روان کړکېچ له وجې بشري حالت مخ په خرابېدو دی او سره له دې چې زموږ د عملیاتو ډګر نور هم پراخېږي، د وضعیت له نورې خرابۍ سره مقابله نشو کولای."

په همدې حال کې د اسد د رژیم مخالفینو د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه غونډه جوړه کړې څو د مشرتابه د یوې پنځوس کسیزې شورا د جوړولو پر پلان خبرې وکړي. دا شورا به خپلې چارې له وسله والو جنګیالیو سره په همغږۍ کې ترسره کوي او د سوریې له حکومت سره به د سیاسي انتقال په اړه خبرو ته چمتووالی نیسي.

د مخالفینو ملي شورا چې ډېری غړي یې تبعیدي سیاستوال دي او د اخوان المسلمین تر نفوذ لاندې ده د نه اغېزمنتوب په خاطر تر سختو انتقادونو لاندې راغلې ده.
XS
SM
MD
LG