د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۱۴

نړۍ

اوباما تر ټاکل کېدو وروسته میانمر، ټایلنډ او کمبوډیا ته سفر کوي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پام کې لري، چې په انتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته د خپل لومړني بهرني سفر لپاره میانمر، ټایلنډ او کمبودیا ته ولاړ شي.

سپینې ماڼۍ دا سفر پرون اعلان کړ او ویې ویل، چې ښاغلی اوباما به د نوامبر په اولسمه میانمر ته ولاړ شي او له ولسمشر تین سین او د اپوزسیون له مشرې آونګ سانګ سوچي سره به وګوري؛ څو په دې هېواد کې له ډیموکراتیکو اصلاحاتو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

له دې وروسته به ولسمشر اوباما ټایلنډ او بیا کمبودیا ته چې د امریکا او آزیان ټولنې سرمشریزه په کې جوړېږي سفر کوي. د راپورونو له مخې اوباما به د امریکا لومړنی ولسمشر وي؛ چې میانمر او کمبوډیا ته سفر کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اذربایجان د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په بند محکوم کړل

یو تن ارمنی سرتیری

د اذربایجان یوې محکمې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په غیر قانوني ډول له پولې د وراوښتو او وسلو لرلو په تور په شپږو کلونو بند محکوم کړل.

د باکو د لویو جرمونو محکمې پرون دغو کسانو ته د بند سزا واوروله، خو تورن شوي کسان دا تورونه ردوي.

تر اوسه د ارمنستان چارواکو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې وې او ادعا یې کړې وه چې تورن شوي او محکوم شوي کسان د جګړې اسیران وو.

ایران کې مظاهرې؛ د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد

ایران کې مظاهرې

په ایران کې د مظاهرو پر اتمه شپه یو بل تن هم وژل شوی چې ورسره په ناکراریو کې د مړو شمېر پنځو ته ورسېد.

ایران کې دغه مظاهرې د اوبو د سخت کموالي له کبله پیل شوي دي.

د ایران د دولتي راډیو- ټلوېزیون وېب سایټ نن راپور ورکړی چې دوه نور کسان د لرستان ولایت په اليګودزر ښارګوټي کې د مظاهرو پرمهال سخت ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي و، داسې ښکاري چې ایراني چارواکو په خوزستان ولایت کې د مظاهره چیانو پر خلاف سخت ځواک کارولی دی.

له خوزستانه وروسته دغه مظاهرې د ایران نورو سیمو ته خپرې شوې.

ایران له داسې سختې وچکالۍ سره لاس تو ګرېوان دی چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، دې مسالې د اوبو رسولو کمزوری سیسټم اغېزمن کړی چې د ایران کرنه یې هم زیانمنه کړې ده.

توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستي مراسم پیل شول

د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستې مراسم پیل شول.

د مسابقو تنظیموونکي اړ دي، د کرونا وبا له کبله دغه مسابقې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کړي.

د پرانیستي مراسم څه باندې نیم ساعت مخکې پیل شول او په هغه سټډیوم چې اته شپېته زره کسان په کې ځایېدای شي، تر زرو لږ کسان حاضر وو.

کله چې په وروستیو کې په توکیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتیدو له کبله په دې ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو، د المپیک تنظیمونکو په دې سیالیو کې د نندارچیانو پر ګډون بندیز ولګاوه. دا د ۲۰۲۰میلادي کال نړیوالې مسابقې دي چې د کرونا وبا له کبله په یو کال ځنډ ترسره کېږي.

اروپايي ټولنه: روسیه دې پر ژورنالیستانو 'زیاتېدونکي فشارونه' ودروي

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې له روسیې غوښتنه وکړه چې پر خپلواکو رسنیو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې پر سازمانونو خپل «زیاتېدونکي فشارونه» ودروي.

دې ټولنې په روسیه کې په ځانګړي ډول، د پارلماني ټاکنو په درشل کې ځپونکي اقدامات د اندېښنې وړ بللي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، پرون په یوه بیان کې د روسي چارواکو پر تازه پرېکړې انتقاد کړی دی.

د روسیې حکومت ځینې ژورنالیستان، د حقوقي مرستو غیرحکومتي سازمانونه، د قانون او عامه پالیسۍ انسټیټیوټ د بهرنیو اجنټانو په لېست کې شامل کړي او د پراجکټ په نوم یو مطبوعاتي بنسټ یې د نامطلوبو سازمانونو په لېست کې راوستلی دی.

دغه اقدام ته په روسیه کې د سېپټمبر د ۱۹مې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د رسنیو او د مدني سازمانونو ځپلو د هڅې په سترګه کتل کېږي.

امریکا د کیوبا پر دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا بندیزونه ولګول

ارشیف، د کیوبا او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د کیوبا پر دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو پر قطعې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دولت-ضد مظاهرو پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کبله بندیزونه ولګول.

د امریکا خزانې وزارت د کیوبا د دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا (Álvaro López Miera) او د کیوبا د کورنیو چارو وزارت اړوندې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې دغه بندیزونه اعلان کړل.

د دغو بندیزونو له مخې په لوپیز میرا او د ځانګړو ځواکونو په قطعې پورې اړوندې هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي، د امریکا وګړي، اوسېدونکي او کمپنۍ له دوی سره له هر ډول مالي راکړې ورکړې منع کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت په حواله، د کیوبا دفاع وزارت او د امنیتي خدماتو ادارې مامورانو شااوخوا ۱۰۰ هغه کسان نیولي چې په پام کې یې لرل مظاهرې وکړي. د مظاهرو له پیله لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

د کیوبیا د بهرنیو چارو وزیر برنو رودریګز په ټویټر کې تازه بندیزونه 'بې بنسټه او ناوړه' بللي دي.

په کیوبا کې دغه مظاهرې تر اقتصادي بحران وروسته د اساسي توکو د ګرانۍ او د برښنا د پرچاوۍ له کبله پیل شوې وې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې یوه مسوده رد کړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه.

په دغه پېشنهاد کې د ځانګړي نړیوال استازي د څوکۍ د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۱۹۹۵میلادي کال د سولې موافقې د تطبیق د څار مسوولیت لري.

د سولې هغه موافقه د بوزنیا د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوې وه.

د پرېکړه لیک دغې مسودې، د تصویب لپاره د امنیت شورا د ۱۵ رایو له ډلې نهو رایو ته اړتیا درلوده، خو یوازې یې د روسیې او چین رایې ترلاسه کړې او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو سپینې رایې وکارولې.

تر دې رایې اچونې مخکې غربي ډیپلوماتانو مسکو تورن کړ چې د بوزنیا-هرزګوینا لپاره د ځانګړي استازي د دفتر د کمزوري کولو هڅه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د سولې موافقه له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵م کاله پورې د جګړې د ختمېدو سبب شوه.

د بوزنیا او هرزګوینا په هغه جګړه کې تر سل زره ډېر کسان ووژل شول.

تونس ۱۶۶ پناه غوښتونکي چې په سمندر کې ګیر شوي وو، وژغورل

تونس کې پناه غوښتونکي

تونس ۱۶۶ پناه غوښتونکي چې په سمندر کې ګیر شوي وو، وژغورل او د ۱۶ تنو نورو مړي وموندل.

دغو پناه غوښتونکو غوښتل چې د مدیترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.

د تونس د دفاع وزارت ویاند محمد ذکري وايي، په دغو پناه غوښتونکو کې ۶۵ تنه د مراکش، ۶۲ د بنګله دېش او ۱۵ د مصر اتیاع دي چې د ټولو عمرونه د ۱۵ او ۴۸ کلونو ترمنځ دي.

ده زیاته کړه، دا پناه غوښتونکي د تېرې جمعې په ماښام د لیبیا له ساحله روان شوي وو خو بېړۍ یې د تونس جرجیس بندر ته نژدې ماته شوه.

د تونس ملي ګارد تایید کړه چې ۱۶ پناه غوښتونکي ډوب شوي دي.

توکیو کې المپیکې لوبې؛ هنري رييس کوبایاشي یې له کاره ایستل شوی

کنتارو کوبایاشي

د توکیو د المپیک لوبو په درشل کې د دغو سیالیو د ترتیب مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، د پرانیستونکو مراسمو هنري رييس کنتارو کوبایاشي یې له کاره ایستلی دی.

د نوموړي د برطرفۍ دلیل پر هولوکاسټ یا په اروپا کې د یهودانو پر ډله ییزې وژنې پورې ملنډې بلل شوي دي.

کوبایاشي پخوا د کومیډین په توګه کار کاوه او په ۱۹۹۸ میلادي کال کې یې په خپله یوه کومیډي کې پر هولوکاسټ ملنډې وهلې وې.

د بشري حقونو یوې موسسې، سایمون ویزنتال په یوه بیان کې ویلي چې د المپیک په سیالیو کې د کوبایاشي ګډون د هغو ۶ میلیونو یهودانو خاطرې ته سپکاوی دی چې په هولوکاسټ کې وژل شوي وو.

چین: هینان ولایت کې سیلابونو ۳۳ تنه وژلي

چین کې راوتلي سیلابونه

د چین سیمه ییز چارواکي وایي چې په هینان ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمېره ۳۳ ته لوړه شوې ده.

دې سیلابونو درې میلیونه خلک اغېزمن کړي هم دي.

د هینان ولایت په مرکز ژینګو کې د درېیو ورځو سخت بارانونه د سیلابونو لامل شوي.

په سلګونو زره خلکو د ژینګو ښار شااوخوا سیمو خوندي ځایونو کې پناه اخیستې.

سخت بارانونه نن د شپږمې ورځې لپاره هم دوام لري چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ سره مخ کړي.

د ژینګو ښار څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي ویډیوګانې په مترو کې ځینې مړي ښکاروي او هم دا ښيي چې خلک په مترو کې ایسار پاتې دي.

جوبایډن پر امریکا میشتو خلکو غږ کړی چې د کرونا واکسین وکړي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پر خپلو خلکو غږ وکړ چې د کرونا واکسین وکړي.

بایډن ویلي، کرونا وبا اوس تر ډېره د هغو کسانو په منځ کې پاتې ده چې ان د واکسین یو ډوز یې هم نه دی لګولی.

بایډن پرون په یوه غونډه کې ویلي، که وګړي یې واکسین وکړي روغتون کې نه بستري کېږي او بېړني روغتیایي حالت سره هم نه مخامخ کېږي.

ده خبرداری ورکړ چې هېواد کې یې د کرونا پېښې د دغه ویروس د ډېلټا بڼې او د واکسین د ورو کېدو له کبله په زیاتېدو دي.

په تېرو درېیو ورځو کې په اوسط ډول هره ورځ ۳۸ زره کسان په امریکا کې دننه په کرونا اخته شوي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز وایي، په کرونا ۹۷ فیصده مړه شوي هغه کسان دي چې واکسین یې نه و کړی.

امریکا او جرمني د 'نورد سټریم ۲' نللیکې په اړه هوکړې ته رسیدلي

د 'نورد سټریم ۲' نل لیکه

د امریکا متحده ایالاتونه او جرمني وایي، دوی داسې هوکړې ته رسېدلي چې له مخې یې د 'نورد سټریم ۲' نل لیکې بشپړېدو ته اجازه ورکوي.

دا جنجالي نل لیکه د روسیې ګاز اروپا ته لېږدوي، خو مخالفان یې بیا وایي چې دا کار د اوکراین او د ختیځې او مرکزي اروپا د یو شمېر نورو هېوادونو د انرژي خوندیتوب زیانمنوي.

تمه دا ده چې د ولسمشر جو بایډن اداره به د دې هوکړې په تړاو د کانګرس له کلک مخالفت سره مخامخ شي.

په کانګرس کې دواړو ګوندونو له دې وړاندې د دغې پروژې د درېدو لایحه تصویب کړې ده.

نورد سټریم۲ د ۱۲۳۰ کېلو مترو په اوږدو دوه نل لیکې دي چې د اوکراین او پولنډ له پولو بهر د بالتیک سمندر له لارې مرکزي اروپا ته رسېږي.

د ایران په خوزستان کې دوه اعتراض کوونکي وژل شوي

ایران کې مظاهرې

چارواکو د ایران په خوزستان ایالت کې پرون د مظاهرو په شپږمه د دوو اعتراض کوونکو د وژلو خبر تایید کړ، خو ویې ویل چې دا ځوانان بلوا کوونکو وژلي دي.

بل لورته غیررسمي راپورونه د امنیتي ځواکونو د ډزو پرمهال د لږ تر لږه پنځو کسانو د وژلو خبر ورکوي.

دا اعتراضونه چې د اوبو د کمیدو په خاطر د خوزستان په لویدیځ کې پیل شول، سیاسي بڼه یې خپله کړې ده.

په سلګونو لیکوالان، مدني فعالان او د ایران د سینما هنرمندان پرون د اعتراض کوونکو په ملاتړ په تهران کې راغونډ شوي وو.

دوی یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او خپله خواخوږي یې د خوزستان له استوګنو سره په کې ښکاره کړه.

د پناه غوښتونکو په اړه د لیتوانیا ولسمشر یوه لایحه لاسلیک کړه

ارشیف، لېتوانیا ته ور اوښتونکي پناه غوښتونکي

د لیتوانیا ولسمشر یوه لایحه لاسلیک کړه چې په دې هېواد کې پناه اخیستل سخته کېږي، خو درخواست ورکوونکي ژر د منلو یا نه منلو ځواب ترلاسه کوي.

ولسمشر ګیتاناس نوسیدا دا لایحه په داسې وخت کې لاسلیک کړې ده چې له ګاونډي بلاروس څخه د اروپایي ټولنې د هېوادونو په لور د غیرقانوني کډوالو تګ زیات شوی دی.

د لیتوانیا چارواکي وایي، سږ کال شااوخوا دوه زره سل غیرقانوني کډوال له بلاروسه لیتوانیا ته داخل شوي دي چې له دې ډلې یو زر څلور سوه یوازې تېره میاشت اوښتې دي.

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا خبرداری ورکړی دی چې د اروپایي ټولنې د بندیزونو په خاطر به کډوال پریږدي چې له دې هېواده د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو خوا ته تېر شي.

لیتوانیا له بلاروس سره نژدې شپږ سوه اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.

د سوریې حلب کې د اسرائیل توغندويي حمله کې '۵ ایران پلوه ملېشه' ووژل شول

ارشیف، سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو بریدونه

د سوریې د بشري حقونو څار ډله وايي، د سوریې په حلب ولایت کې د اسرائیل په توغندويي حمله کې ۵ ایران پلوه ملېشه وژل شوي دي.

دې ډلې چې مرکز یې په بریتانیا کې دی، همداراز ویلي چې د دې برید په ترڅ کې د پنځو تنو ایران پلوه ملېشو د وژل کېدو ترڅنګ د هغو یو سلاکوټ هم ویجاړ شوی دی.

د سوریې خبري اژانس سانا هم ویلي د اسرائیل توغندي د حلب ولایت پر شمال لګېدلي دي.

ترکي پولیسو له غیر قانوني لارو اروپا ته روان له ۱۰۰ زیات افغانان نیولي

ارشیف، د ترکیې پولیس

راپورونه وايي چې د ترکیې پولیسو له ۱۰۰ زیات افغانان چې له غیر قانوني لارو اروپا ته روان وو، د دې هېواد په ختیځ کې نیولي دي.

د جرمني خبري اژانس د ترکي رسنیو په حواله وايي، پولیسو ۱۱۳ افغانان چې پلي روان وو له ایران سره پر پوله په وان ښار کې ونیول او د مهاجرت ادارې مسؤلو چارواکو ته‌یې وسپارل.

د بشري حقونو فعالان وايي چې له دې لارې هره ورځ د زرو په شااوخوا کې کسان د ایران له خاورې ترکیې ته ننوځي.

د سوریې له کډوالو وروسته چې شمېر یې شاوخوا ۳،۶ ملیونو ته رسېږي په ترکیه کې د دېره افغانانو شمېر د نورو ټولو هېوادونو تر وګړو زیات دی.

اټکل کېږي چې د دې غیر قانوني کډوالو شمېر به د درېیو او پنځو لکو ترمنځ وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG