د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

په کراچۍ ښار کې د ځان وژونکی حملې زیانونه


په کراچۍ ښار کې د ځان وژونکی حملې زیانونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

د پاکستان په سترښار کراچۍ کې د پاکستان پر حکومتي ملیشه ځواکونو د موټر بم ځان وژونکی برید شوی دی. د رینجر ملیشه ځواکونو یوه ویاند وویل، د دوي د مرکز د استوګنې په ځای کې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه وژلې او نولس نور یې ټپیان کړې دي. رنجر ځواکونه له پولیسو سره په کراچۍ کې د امنیت په ټینګیدو کې مرسته کوي. د دغو ځواکونو ویاند څرګنده کړه، چې ځان وژونکي د یوه اپارتمان د وره پر لور له باروتو ډکه لارۍ ور روانه کړه، خو ونه توانیده چې له ودانۍ سره موټر ټکر کړي. دې چاودنې شاوخوا یو شمیر لارویان هم ټپیان کړې دي. تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا چاودنه چا کړې ده. په کراچۍ کې فرقه اي شخړې، قومي شخړې او سیاسي لانجې بیا بیا رامنځته کیږي.

XS
SM
MD
LG