د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۱

امریکا: ملا فضل اله په افغانستان کې فعالیت کوي


د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکې وايي، ملا فضل اله یا د هغه برید اصلي طراح د افغانستان په ختیځ کې دی، چې د تیر اکتوبر په نهمه په پاکستان کې پر پینځلس کلنې ملالۍ یوسفزې شوی وو.

دا هغه سیمه ده، چې ډیر شمېر امریکایي پوځیان په کې ځای پرځای دي، خو امریکايي چارواکې وايي، د ملا فضل اله موندل د دوي په لومړیتوبونو کې نه راځي ځکه دا سړی د القاعده شبکې او هغو وسله والو سره چې د افغانستان او امریکا ګټي هدف ګرځوي اړیکه نه لري.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو لوړ رتبه مقام واشنګتن پست ورځپاڼې ته ویلي، زموږ افراد د ملا فضل اله د موندلو په لټه کې نه دي، ځکه د ده په وینا دوي په افغانستان کې نور باالقوه هدفونه لري.

هغه وايي زموږ ډیره پاملرنه پر هغو وسله والو ده چې په پاکستان کې له خپلو پناه ځایونوپر افغان او امریکايي ځواکونو حملې کوي . خو په کابل کې د امنیت لپاره د نړیوالو مرستندویه ځواکونو یا ایساف ویاند تام کالنس وايي، ایساف په پرله پسې توګه په ټول افغانستان کې پر مخالفو وسله والو فشارونه ډیر کړي دي .

ملا فضل اله د ډیرو نورو وسله والو په شان هدف دی ، که مونږ د تعقیب وړ استخباراتي معلومات تر لاسه کړو چې دی په افغانستان کی دی نو هڅه به وکړو چې هغه د جګړې له ډګره پوری وهو.

د واشنګتن پست په حواله ، د کونړ او نورستان په ولایتونو کې چې ویل کیږي ملا فضل اله پکې پټ شوي د د ښمن د ځای په نښه کول ډیر سخت کار دی، ځکه د ایساف مشاورین په دې اند دی چې د افغانستان پوځ د هغو توغندیو په ځواب کې چې پاکستان یې پر کونړ او نورستان ولی پاکستانیو طالبانو ته اجازه ورکړي چې دننه په افغانستان کې د پاکستان پرضد فعالیتونه وکړي .

ایساف وايي، ټول مخالف وسله وال په افغانستان کې په امان نه دي ، لکه د تیر اګست په پینځه ویشتمه د شورشي ډلو یو لوړ رتبه مشر چې پر افغان او امریکايي ځواکونو یې حمله کوله د ایساف ځواکونو د هوايي حملې په ترڅ کې ووژل شو .

واشنګتن پست زیاتوي، د پاکستان حکومت ، متحد ایالات او افغانستان په دې باندي ملامتوي چې دا هیوادونه د هغو طالبانو د نیولو لپاره چې دننه په افغانستان کې دي لازمې هڅې نه کوي او واشنګتن بیا له مودو راهیسی پاکستان د القاعده شبکې د حملو په مخنیوي کې پر نه همکاري تورنوي .

ویندي چمبرلین، چې پخوا په پاکستان کې سفیر وو او اوس د منځنې ختیځ د تحقیقاتي موسسې ریس دی ، واشنګتن پست ورځپاڼې ته ویلي زه فکر کوم چې دا د متحد ایالاتو په ګټه ده چې د پاکستان د تهدید پر لور ګام کیږدي ځکه د امریکا اوږد مهالي ګټي په داسی یوه پاکستان کې دي چې پکې ثبات وي . خو د امریکا یو استخباراتي مقام وايي ، د اسلام اباد له خوا د استخباراتي روزني او حمایت په اړه زمونږ وړاندیز پر پاکستان د شکونو له امله رد شو .

د واشنګتن د سولې په موسسې کې د پاکستان د پروګرام امر، موید یوسف وايي ، په افغانستان کې د پاکستانیو مخالفو وسله والو شته والي هغه بی اعتمادي پیاوړي کوي چې له دوه زره یوولسم کال راهیسي د امریکا او پاکستان تر منځ رامنځ ته شوي ده .

د یوسف په وینا ، له مودو راهیسي دواړه خواوی یو تر بله د ګیلو ګزارو په لوبه کی ښکیل دي .
XS
SM
MD
LG