ویل کیږي چې له افغانستان څخه په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو وتل او دغرب له خوا پر ایران د بندیزونو لګول هغه مهم لاملونه دي، چې د افغانیو پر وړاندې یې د ډالرو بیه لوړه کړې ده.
سربیزه پردې د کابل د صرافانو اتحادیه وایي، د افغانستان بانک له خوا بازار ته د ډالرو، نه ایستل بل لامل دی، چې افغانۍ یې د ډالر پروړاندې کم ارزښته کړې ده.
د ډالرو د بيې لوړیدل د خوراکي او نورو مالونو د بییو په لوړوالي په مستقیمه توګه اغیز کولی شي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونی مرستیال خان جان الکوزی وایي:
"افغانۍ د ډالر پر وړاندې ورځ په ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي او موږ ټول مواد له بهرڅخه په ډالرو اخلو کله یې چې خرڅوي بېرته ډالرنه پوره کوي، که افغانستان بانک دې مسالې ته توجه ونه کړي افغان سوداګر به زیانمن اوپه مارکیټ به هم ناوړه اغیز وشي."
د کابل ښار د صرافانو اتحادیې د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ورځ د یوه ډالر بیه درې پنځوس افغانۍ او دېرش پوله وه، چې دا بیه په وروستیو کلونو کې بې سارې ده.
خو افغانستان بانک ډاډ ورکوي، چې د ډالرو بیې لوړېدل موقتي مساله ده.
د بانک ريیس نوراله دلاوري ازادی راډیو ته وویل:
"د بیت اله شریف د حج د مراسمو په جریان کې شاوخوا دوه سوه پنځوس میلیونه ډالر نقد له بازار څخه وځي، چې د ا مساله د افغانیو او ډالرو پربیو فشار راوړي، خو دا فشار ورو ورو کمیږي او نن هم د ډالر په بیه کې کموالی راغلی دی او په لږه موده کې به معمول حد ته به راکښته شي."
د افغانستان صادرات او واردات په ډالرو ترسره کیږي.
نو څرنګه دا هېواد یو وارداتي هېواد دی، د ډالرو بیې یې پر مارکیټ مستقم اغیز پرې باسي.
کارپوهان وایي، افغانستان بانک باید په دوامداره توګه په مارکیټ کې د افغانیو او بهرنیو اسعارو انډول وساتي څو سوداګراو مستهلیکین زیانمن نه شي.
راپورخان محمد سنید