د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

د ١٦ ملکيانو وژونکى امريکايي محاکمه کېږي


بېلز
بېلز
سبا د محکمې په غونډه کې دا تصميم نيول کېږي چې رابرټ بېلز په کومه پوځي محکمه کې محاکمه شي او که نه؟

په واشنګټن کې د فورت لاويس مکچارت پوځي اډې وياند ګيري دانګر فيلد د فرانسې خبري اژانس ته وويل، تمه کېږي رابرټ بېلز د محکمې په استماعيه غونډه کې سر له سبا برخه واخلي او دا بهير به شپږ ورځې روان وي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، د قربانيانو خپلوان او د پېښې عيني شاهدان به د کندهار له پوځي هوايي اډې څخه د ويډيويي ارتباط له لارې په دې محاکمه برخه واخلي. خو د پوځي اډې وياند دا مسئله تاييد نه کړه.

٣٩ کلن رابرت بېلز په دې تورن دى چې د مارچ مياشتې پر ١١مه دشپې مهال په پنجوايي ولسوالۍ کې له خپلې پوځي اډې وتلى او د ٩ ماشومانو په ګډون يې ١٦ ملکيان په ډله ييز ډول وژلي او ويل کېږي چې ځينو مړو ته يې اور هم اچولى دى.

دا يو له مرګونو جرمونو څخه دى چې يو امريکايي سرتېرى يې د افغانستان د يوولس کلنې جګړې پر مهال ترسره کوي.

سم د لاسه امريکا ته د بېلز لېږلو د ولسي افغانانو غوسه راوپاروله، چې غوښتل يې دى په افغانستان کې دننه محاکمه شي. هغه وخت د قربانيانو خپلوانو ته لسګونو زره ډالره جبران ورکړل شو.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، ټاکل شوې د بېلز مدافع وکيل جاون بروون د خپلو معلوماتو لپاره افغانستان ته سفر وکړي او د پېښې له عيني شاهدانو پوښتنې ګروېږنې هم وکړي.

ده مخکې ويلي وو چې د بېلز دغه وژنې په ياد نه دي.

راپورونه وايي چې کېدى شي بېلز به تر وژنو مخکې نشه و، کله چې خپل ملګري په ټپي حالت کې ويني، په رواني ستونزې اخته شوى وي.
XS
SM
MD
LG