د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

په بلوچستان کې د وسله والو له خوا اتلس تنه وژل شوي


پرون ناوخته د بلوچستان په خضدار سيمه کې وسلوالو د تېلو پر يوه پمپ باندې ډزې کړې چي له امله يې هلته د اور لګېدو له امله له مساپرو ډک يوه فلاينګ کوچ موټر اور اخيستى او په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په شمول اتلس تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان شوي دي.

د جمعې په ماسپښين د کوټې ښار جنوب لور ته په شاوخوا ٣٦٠ کيلوميټرۍ کې په خضدار سيمه کې نامالومو کسانو د تېلو پر يوه پمپ باندې ډزې وکړې چي له امله يې هلته له تېلو ډکو ډرمانو يا بېلرانو اور واخيست او په نتيجه کې يې ور څېرمه ولاړ له مساپرو پر ډک فلاينګ کوچ موټر د اور را وګرځېدې او تر شلو زيات کسان- چي ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو- و سوځېدل.

د خضدار سيمې د پوليسو يو مشر فصيح الدين وايي پېښه د خضدار په جالاوان سيمه کې شوې ده:

((پر فلاينګ کوچ اور لګېدلى او پکې سپاره ټول کسان مړه شوي دي، چي په دم ګړۍ مو د څورلس تنو مړي را و ايستل او نور ټپيان مو روغتون ته انتقال کړل. څوک وايي د ډزو له امله اور ولګېد، څوک وايي پخپله په فلاينګ کوچ کې د سپرو کسانو د بې احتياطۍ نه لګېدلى دى))

د پوليسو مشر وايي په پېښه کې سوځېدلي کسان يې په سمدستي توګه روغتون ته يووړل چي تر اوسه پورې د اتو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون اتلس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او څلور تنه لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د خضدار سيمې عيني شاهدين وايي په خضدار کې د اور وژنې د ادارې مامورين داسې وخت د پېښې ځاى ته ور ورسېدل چي د اور لمبې د مساپرو تر موټر را تاو شوې وې او هغوى ټول پکې سوځېدلي وو. ځايي خلک وايي دا پېښه د ځايي وسلوالو ډلو تر منځ د اختلاف پر سر رامنځته شوې ده، خو پړه يې تر اوسه پورې کومې ډلې نه ده منلې.

د سيمې يو دولتي چارواکى ډاکټر محمد اکبر وايي د ورانکارۍ د دغو پېښو تر شا د لاس لرونکيو کسانو په خلاف يې ګامونه پورته کړي دي او ژر به په خضدار سيمه کې امنيت ټينګ کړي:

((په دغو پېښو کې قبايلي، سياسي او نور مجرمين لاس لري، خو زموږ له دې سره کار نه شته چي که هغوى څوک د قوم په نامه، د مذهب يا سيمې په نامه وژني، خو څوک چي جرم کوي موږ به يې ضرور مخه نيسو))

خضدار د بلوچستان يوه له ناکرارو سيمو څخه ده چي په تېرو دوو مياشتو کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې پکې شوې دي. د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د خضدار سيمې يو وکيل محمدعثمان وايي دغه ډلې د استخباراتو په مرسته يو د بل په ضد جنګېږي:

((په خضدار کې دا مهال امنيتي وضعه ډېره خرابه ده، ډاکټران، انجينيران، مدافع وکيلان، خبريالان، تجاران او نور خلک په ډېرې بې دردۍ سره وژل کېږي، ماته دا يوه پټه او ژوره دسيسه مالومېږي چي زه فکر کوم تر شا يې استخباراتي ادارې او د پاکستان ملاتړي سرداران په مستقيم او غيرمستقيم ډول لاس لري))

د يادونې وړ ده چي په خضدار سيمه کې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا پينځوس تنه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي چي له هغې ډلې څخه د عبدالحق بلوچ په نامه يو ژورناليست هم نامالومو وسلوالو په ډزو وژلى وو.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG