په نیویارک کې د (Sandy) توپان څخه څلور ورځې وروسته لا هم شپږ لکه او دیرش زره کسان د بریښنا څخه محروم دي او زیات کورونه پاکې اوبه نلري.
په نیویارک کې د ازادي راډیو خبریاله د جمعې په ورځ د دې ښار د کوز منهاتن په سیمه کې یوه ښونځي ته ورغلې وه چې اوس د توپان ځپلو سیمو خلکو پناه ور وړې ده .
دا وايي چې د ښوونځي په انګړ کې زیات شمیر خلک د بریښنا د تولید د سیار ماشین پر شاوخوا راټول وو ، هرچا هڅه کوله چې خپل ټلفون چارج کړي.
د نیویارک ښار زیاتې سیمې د (Sandy) توپان له امله تخریب شوې دي.
د نیویارک ښار او ویستچیستر په شمول شاوخوا سیمو څه باندې شپږ لکه کورونه لا هم برق او د چښاک پاکې اوبه نلري.
یوازې په کوز منهاتن کې څه باندې دوه لکه او شل زره کورونه د برق څخه محروم دي.
د بېځایه شویو کورنیو لپاره په جوړ شوي پناه ځاى کې زیاتو خلکو ازادۍ راډیو ته وویل چې د چښاک پاکې اوبه هم نشته .
د کوز منهاتن یو اوسیدونکی ادوارد:
”زه په شپاړسم پوړ کې اوسم نو باید په سطل کې اوبه پورته کړم . پرون د خپلې ترور کور ته تللی وم چې د بروکلین په ویلیمسبرګ سیمه کې دی. هلته لکه بله نړۍ چې وي، خلک میلې او مزې کوي. دلته ، خلک لکه مړي دغسې شوي دي ، دا ځاى خطرناک دی“
د ازادي راډیو خبریاله وايي چې د نیویارک ښار په دې بډایه سیمه کې ډیر کم دوکانونه خلاص دي، ډير هغه دوکانونه دي چې شمعې، تیار خواړه او بټرۍ خرڅوي.
د کیفین رایت په نوم یو امریکايي چې د اکټوبر په ۲۴ نیویارک ته د زده کړو د پيل لپاره تللی وو ، د (Sandy) توپان په اړه د ازادي راډیو خبریالې ته وویل:
”ډېره وېروونکې شیبه وه. اول چې برق ولاړ ، بیا شدیده تالنده شوه لکه اسمان چې اور اخیستی وي. ډېره وېروونکې صحنه وه. زموږ پر کور یوه ستره ونه را چپه شوه او دا هغه وخت دی چې زه ډير سخت وډار شوم او په دې پسې سیل راغی او دا نورې خبرې”
رایټ او د هغه ملګري درې ورځې بریښنا او پاکې اوبه نه درلودې او بلاخره مجبور شول چې د کوز منهاتن په یوه ښوونځي کې پناه واخلي.
رایټ وايي چې د دې مصیبت څخه د ژوندي پاتې کیدو په خاطر ځان ډير بختور ګڼي. خو ټول خلک دومره پياوړی بخت نلري.
د مړو شمېر:
ویل کیږي چې یوازې په نیویارک ایالت کې تر اوسه د مړیو شمیر ۴۰ تنو ته رسیدلی دی.
د توپان له امله په مجموعي ډول د ۹۰ تنو د مړینې خبر تایید شوی دی.
د اقتصادي چارو ماهرین په دې باور دي چې د توپان له امله د مالي تاوان اندازه ښايي د ۵۰ ملیاردو ډالرو په شاوخوا کې وي.
ویل کیږي چې د نیویارک ښار د ځمکې لاندې (مټرو) سیسټم ځينې برخې بیرته فعالې شوې دي ، خو کوز منهاتن لا هم په تجرید کې دي.