د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۵

د برېښنايي تذکرو نه موجودیت، راتلونکو ټاکنو ته یو لوی ګواښ


د ولسمشرۍ د راتلوونکو ښو او رڼو انتخاباتو لپاره د نورو ستونزو تر څنګ، یوه هم تر دغو انتخاباتو مخکې د رایي ورکوونې وړ کسانو ته د برېښنايي تذکرو د ویشل موضوع ده.

د سیاسي چارو یو شمېر پوهان په دې باور دي، چې په راتلوونکو انتخاباتو کې د درغلیو، لاسوهنو او نیمګړتیاوو د مخنیوي لپاره باید حکومت افغانانو ته برېښنايي تذکرې ورکړي.

د دغو پوهانو له ډلې ډاکتر توپان وزیري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، که حکومت تر راتلوونکو انتخاباتو پورې د شرایطو وړ کسانو ته برېښنايي تذکرې ورنه کړي، نو د دې انتخاباتو مشروعیت به په ملي او نړېواله کچه تر سوال لاندې راشي:

“که د کورنیو چارو وزارت ونه توانیږي، چې دغه تذکرې وویشي، کمېسیون باید نورې لاري ولري، لکه د لیست نیول، د جعلي کارټونو او هغو کسانو مخنیوی وکړي، چې دوه درې واره رایه ورکړي، نو ستونزې به ډیرې نه وي او که کنټرول ونه لري، فکر کوم دا انتخابات به له ډیرو چلنجونو سره مخ وي او مشروعیت به یې په ملي او نړېواله کچه تر سوال لاندې وي.”

ښاغلي وزیري وايي، د کورنیو چارو وزارت به ونه شي کولای، چې په ټول هېواد کې په انتخاباتو کې د ګډون وړ کسانو ته پر وخت تذکرې ورکړي.

خو د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال عبدالرحمان رحمان تېره اونۍ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له رئیس سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، چې په هېواد کې به د ولسمشرۍ تر راتلوونکو انتخاباتو پورې شاوخوا شپږ میليونه کسانو ته برېښنايي تذکرې ووېشي.

د دغو تذکرو د ویش په اړه چې له کلونو راهیسي خبري کیږي او امنیتي ستونزې لا هم نه دي حل، ایا افغان حکومت به وکولای شي، چې تر راتلوونکو انتخاباتو پورې 6 میلیونه کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړي؟

د دې پوښتنې ځواب د پوځي او امنیتي چارو پوه جنرال امرالله امان وايي:

“د افغانستان له 365 ولسوالیو څخه 270 د دولت په واک کې دي او نوري له دوی سره نه دي، امنیتي ستونزي خورا ډیري دي، دوی د ملت په سترګو کې خاوري اچوي.

شپږ میلیونه یوازي د کابل ښار اوسېدونکې دي، 5711 کیلومتره سړک یوازي له 6 ګاونډیو هیوادنو سره خلاص دی، څوک چې ځي او راځي پوښتنه یې نه کیږي، امنیت نور هم خرابیږي.”


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس فضل احمد معنوي تیره اونۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د ولسمشرۍ تر راتلوونکو انتخاباتو پوري د رایي ورکووني وړ کسانو ته برېښنايي تذکرې وویشل شي، د دې انتخاباتو لوی ستونزې به ورسره حل شي:

“موږ د همکاری اعلان په لیکلي او شفاهي بڼه کړی، که چیرې زما شخصي دفتر، چې په کمېسیون کې دی، اړتیا ورته پیدا شي، محترمو وزارتونو ته یې ورکوو او د کمېسیون ټول امکانات ورکوو.

خو کاشکې دغه بهیر تر هغه وخته بشپړسي، چې موږ اړتیا ورته لرو، د تذکرو د ویش په اړه بحث یوه اوږد مهالې پروژه ده، نو بیا موږ اړ یو چې له خپلو هغو لارو څخه کار واخلو چې دغه تشه ډکه شي.

که چیري دغه تذکرې تر هغه وخت وویشل سي، دا نیکمرغي ده نور څه غواړو، د انتخاباتي ستونزو یوه لویه برخه حل کیږي.”


تر دې مخکې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو استازو د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي وه، چې د رایي ورکووني پخواني کارټونه دي ځکه لغوه اعلان کړي، چې د درغلیو لوی لامل دی.

د راپورونو له مخي د ولسمشرۍ د 1388 کال د انتخاباتو لپاره 17.5 میلیونه خلک د رایو ورکولو وړ اټکل سوي وه، خو له دې ټولو څخه یوزاي شا او خوا پنځه میلیونو کسانو په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه.

که څه هم تر اوسه د افغانستان نفوس په کره توګه نه دی معلوم خو اټکل کیږي، چې شاوخوا 26 مېليون کسان به وي.

د 1393 کال د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو یو له لویو چلنجونو څخه یو هم د افغانانو نامعلوم نفوس او د تذکرو پر وخت نه ویشل دي، خو دا هم نه معلومیږي، چې افغان دولت به د نورو ستونزو تر څنګ دا څنګه حل کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG