د افغانستان دفاع وزارت د افغان ځواکونو د کمزورتیا په اړه اټکلونه او دا ګونګوسې، چې دا ځواک به د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد دفاع ونشي کړای رد کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي هغه اټکلونه، چې ګنې افغان ځواکونه له 2014 کال وروسته د خپل هېواد د ساتنې وړتیا نه لري رد کړل.
ښاغلي عظیمي وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیا کې هېڅ راز شک نشته او دا ډول راپورونه د افغانستان د روان وضعیت د حقیقت ښودونکي نه دي.
له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي و، چې ښايي ملي اردو او ملي پولیس ونشي کړای له هغو وسایلو او تجهیزاتو چې د امریکا له مرستو څخه یې ترلاسه کړي، په سم ډول کار واخلي یا یې ساتنه وکړي.
ده په داسې حال کې، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته یوازې شپاړس میاشتې پاتې دي وویل چې دا هېواد ښايي له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
خو د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې افغان ملي اردو اوس مهال د ناټو له معیارونو سره سم پوځي روزنې ترلاسه کړې دي:
"موږ د افغانستان د وګړو په سلو کې تقریبا 75 د مسولیتونو له انتقال وروسته په خپله امنیتي ساحه کې راوستي.
هغه فضا چې موږ ورته برابره کړې تر پخوا امن ده، په سلو کې د 85 پوځي عملیاتو مشري موږ کوو او مستقل عملیات کوو. دا اردو چې موږ یې نن لرو، هغه اردو ده چې په تېرو لسو کلونو کې د ناټو په معیار روزل شوي. موږ په دې ډول د مسایلو طرح د افغانستان له روانو حقایقو لیرې ګڼو."
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش په راپور کې یو مهم سوال دا دی چې آیا افغان ځواکونه ټول هغه لګښتونه چې له 2002 کال وروسته د دوی د پیاوړي کولو لپاره شوي، ساتلای شي.
متحدو ایالاتو د افغان ځواکونو د روزنې، پیاوړتیا او تجهیز لپاره څه باندې دوه پنځوس میلیارد ډالر لګولي چې په دې کې یوولس اعشاریه اوه میلیارده د پوځي اډو، روغتونونو، او د پولیسو د امنیتي پوستو او ماموریتونو پر جوړولو لګېدلي دي.
جنرال عظیمي وايي، چې دا لاس ته راړونې به وساتل شي ځکه چې افغان ځواکونه یې د ساتنې توان لري:
"ښايي په پخوا وختو کې به پنځه سوه زره کسیز او یو میلیون کسیز پوځونه د کاغذ پرمخ وو، خو افغانستان د تاریخ په اوږدو کې کله هم داسې یو منسجم او متمرکز ځواک نه لاره. څه باندې درې نیم سوه زره ځواک چې له بلوک څخه پیلېږي.
بلوک یې د کمیت له پلوه پوره او همداسې یې ټولی، کنډک، لوا او قول اردو درواخله. نو ځکه موږ بشپړ ډاډ لرو چې په ډېرو څرګندو دلایلو له 2014 کال وروسته هم کولای شي د هېواد د امنیتي وضعې مسوول پاتې شي."
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش راپور چې د چارشنبې په ورځ خپور شو، د هغو ستونزو پخلی کوي چې ښايي د افغانستان حکومت د بهرنیو ځواکونو د زیاتې برخې له وتلو وروسته ورسره مخامخ شي.
په راپور کې دا یادونه هم شوې چې افغان حکومت د پوځ د عملیاتي او مراقبتي بستونو لپاره په سلو کې له څلوېښتو کم کسان استخداموي ځکه دولتي کارونو ته د خصوصي سکټور په پرتله د کمې تنخواه له وجې ډېرخلک زړه نه ښه کوي.