د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

پکتيا کې د اختر په ورځو کې ۴۷ تنه په ترافيکي پېښو کې ژوبل شوي


په پکتيا کې د اختر څلورو ورځو په اوږدو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان دي، د پکتيا روغتون چارواکي وايي، چې د دغو کسانو له ډلې يې ځينې د ژورو ټپونو له امله مرکز کابل ته د درملنې لپاره استولي.

د ګردېز ملکي روغتون ډاکټران خبر ورکوي، چې د پکتيا مرکز ګردېز او ورڅېرمه ولسواليو کې د اختر څلورو شپو ورځو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله ۴۷ تنه ژوبل شوي.

ډاکټران وايي، د دغو کسانو ډېر يې په مرکز ګردېز احمدابا، سېدکرم او څمکنيو ولسواليو کې د موټر سايکلونو په ترافيکي پېښو کې ژوبل شوي دي.

د دوي په خبره په يادو ۴۷ کسانو کې يې شپږ تنه د ژورو ټپونو له امله مرکز کابل ته د درملنې په خاطر لېږلي، د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياګل پکتين ازادۍ راډيو ته وويل:

"د لوی اختر په ورځو کې د بېلابېلو ترافيکي حادثو څخه ۴۷ ټپيان راوړل شوي دي، د ماشومانو او ښځو تعداد کم و، خو زيات شمېر ټپيان يې په مرکز ګردېز، سېدکرم، احمدابا او څمکنيو ولسواليو اوسېدونکي و، چې شپږ تنه مو د ژورو ټپونو له امله کابل ته لېږلي دي."

دی دا هم وايي، په يادو ټپيانو کې د ګوتو په شمار ښځې او ماشومان هم شامل و، چې له لومړيو طبي مرستو وروسته خپلو کورنو ته استول شوي او پينځه تنه نور لا هم په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله بستر دي.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو ته په پکتيا کې د اختر شپو ورځو شويو ترافيکي پېښو په اړه وويل، چې په ياد ولايت کې ۵ ترافيکې پېښې شوې دي، نوموړی زياتوي چې په دغو پېښو کې دوه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي، چې په روغتون کې له درمنلې وروسته کورونو ته لېږل شوي.

نوموړي د روغتون له لوري د ټپيانو شمېر ورکولو په اړه وايي چې، دوي د موټرسايکلونو او موټرو عادي پېښې هم شمار کړې دي چې د دوئ له لوري په رسمي حساب کې نه راځي.

د يادونې وړ ده چې په کوچني اختر کې هم ۱۷ تنه په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ژوبل شوي او خلکو ته ګڼ مالي زيان اوښتی و.

داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG