د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

ایران افغانستان ته خپل "۶۵" فیصده واردات بند کړي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکي وايي، ایران د نړېوالو بندیزونو له امله اړ شوی، چې افغانستان ته خپل د پام وړ برخه واردات ودروي، چې په دې سره هم دغه هېواد له اقتصادي زیان سره مخ شوی او هم به په افغانستان کې د یو شمېر موادو بیې لوړې شي.

د دې خوني مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، ایران افغانستان ته خپل شاوخوا پنځه شپیته فیصده واردات بند کړي دي، چې خوراکي او ساختماني مواد په کې شامل دي.

ښاغلی الکوزی وايي، د ایران د وزیرانو شورا پرېکړه کړې، چې افغانستان ته خپل دیرش قلمه مواد واردول بند کړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، هڅه کیږي افغان سوداګر د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزي اړیکي پراخې کړي او په بازار کې د لومړنیو موادو د بیو د لوړېدو مخنیوی وشي.

نوموړی له ایران سره د سوداکرۍ په برخه کې یوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه، هغه وویل د ایرن پر سنټرل بانک او ارین بانک باندې هم نړېوال بندیزونه لګیدلي، چې له دې امله اوس له افغانستان څخه د سوداګرۍ په هدف ایران ته پیسې هم نشي انتقالیدلای.

د راپورونو له مخې ویل کیږي، له ایران سره د افغان سوداګرو راکړه ورکړه د کاله یو میلیارډ او 300 میلویونو ډالرو ته رسیږي.

خو افغانستان ته د اکثرو ایرانیو موادو د وارداتو له بندیدو سره به دغه کچه ډیره راټيټه شي.

که څه هم سوداګر وايي، دغه بندیزونه به تر ډیره د افغانستان په لویدیځ او جنوب لویدیځو کې پر بازارونو اغیزې وکړي، خو په کابل کې هم ځینې دکانداران تاییدوي، چې ایرانۍ مال کم شوی او بیې لوړې شوي.

افغان سوداګر خبرداری ورکوي، که دغه حالت دوام وکړي، نو له ایران سره به یې سوداګري په ټپه ودریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسئولین وايي، د نورو موادو برعکس دا مهال له ایران څخه د ګازو او تیلو واردات په عادي توګه روان دی.

دوی وايي، له ایرانه د خوراکي او ساختماني موادو په ګډون د بېلابېلو موادو له بندیدو وروسته اوس باید افغان سوداګرو ته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لاره لا ډیره هواره شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG