په داسې حال کې، چې د نومبر په شپږمه په امريکا کې د جمهوري رياست ټاکنې کيږي، يوه کانديد هم د سنډې توپان فکر نه کاوه.
جمهور رييس بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو کانديد میت رومني د سنډې (Sunday) توپان له امله اړ شول، چې په ډيرو سيمو کې خپلې انتخاباتي مبارزې او پروګرامونه وځنډوي.
د (سنډې) توپان، چې د جمهوري رياست د انتخاباتي مبارزو په وروستۍ اونۍ کې پيښ شو، د دې مياشتې له بې سارې پيښو څخه شمېرل کيږي.
د توپان له امله د امريکا په شمال ختيځو سميو کې زيات ځايونه زيانمن شوي دي.
د امريکا د جمهور ريس بارک اوباما، څخه پوښتنه وشوه، چې دا توپان به پر انتخاباتو څه اغيز ولري، ولسمشر اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې وويل:
"زه يې اوس پر انتخاباتو د دې توپان د اغيز په اړه انديښنه نه لرم، زه يې پر کورنيو، د هېواد پر اقتصاد او زموږ پر تګ راتګ د اغيز څخه انديښنه لرم.
راتلونکې اونۍ به د انتخاباتو چارې په خپله ترسره شي، اوس زموږ د خلکو د ژوند ژغورلو ته لومړيتوب ورکوو او غواړو چې زموږ مامورين د ژغورنې کارکونکي خپلو کاري سيمو ته ورسيږي او خلکو ته په وخت خوراکي مواد، اوبه او د سرپناه ورکړي."
د جمهوري رياست لپاره د جمهوري غوښتونکو کانديد میت رومني هم د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د امريکا په نيوهمپشير او اوهايو کې انتخاباتي مبارزې لغوه کړې.
دواړو کانديدانو د امريکا په نيوجرسي، شمالي کارولينا، پنسلوانيا، ويرجينيا او واشنګټن کې چې توپان، باد او شديد باران ځپلي دي، د پيسو راغونډلو لپاره د ايميلونو استول بند کړي دي.
د (سنډې) توپان همدا راز لامل شو، چې د امريکا په مريلند ايالت او د واشنګټن په شاوخوا سيمو کې د وختي رايې اچولو پروسه هم لغوه شي.
په نيويارک ښار او نيوجرسي کې ټولې چارې د بيارغونې په کارکونکو پورې اړه لري تر څو د بريښنا، تیلیفون او انټرنټ جريان بيرته فعال کړي.
د دې امکاناتو نشتوالي به د راييو پر مرکزونو منفي اغيز وکړي.
د امريکا فدرالي حکومت د قانوني مسايلو په خاطر نه شي کولای، چې د انتخاباتو نيټه وځنډوله،خو د امريکا اساسي قانون د دې هېواد کانګرس ته صلاحيت ورکړی، چې د ټاکنو نيټه وځنډوي.
خو د امريکا په متحدو ايالاتو کې د انتخاباتو لپاره ترتيبات په وروستيو مرحلو کې دي او کانګرس هم په رخصتي تللي دي او د دې وخت نشته، چې کانګرس غونډه وکړي او د انتخاباتو نيټه بدله کړي.
د فدرالي حکومت چارواکي وايي، چې دا پرهر ايالت پورې اړه، چې پريکړه وکړي چې هلته ټاکنې ترسره کيدای شي او که نه شي کيدلای.
د قانوني چارو څيړونکي وايي، چې دا واضح نه ده، چې يو ايالت د دې صلاحيت لري، چې د فدرال دولت انتخابات وځنډوي او بيړنيو چارو ته مخه کړي.