د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۴

بهرته د دولتي چارواکو د سفر په اړه یو نوی طرز العمل تصویب شو


د افغانستان د چارو اداره وايي، بهر ته د دولتي چارواکو د سفرونو په اړه نوی طرزالعمل د هېواد د بهرني سیاست او ډیپلوماسۍ د غښتلتیا لپاره جوړ شوی.

د لوړ پوړو افغان دولتي چارواکو د بهرنیو سفرونو د تنظیم دغه طرزالعمل د افغانستان د عدلیې وزارت ترتیب کړی، چې د وزیرانو شورا په خپله وروستۍ غونډه کې تصویب کړ.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس وايي، چې د افغانستان بهرنۍ سیاسي پالیسۍ تر دې مخکې ځیني ستونزې درلودې او افغان حکومت غواړي تر 2014 کال مخکې د خپل بهرني سیاست نیمګړتیاوي لري کړي.

د ښاغلي فردوس د معلوماتو له مخې دغه طرزالعمل 19 مادې لري، چې وزیرانو شورا هم ورته ځیني وړاندیزونه کړي او تر بشپړېدو وروسته به د رسنیو له لارې اعلان شي.

د افغانستان د وزیرانو شورا تر دې مخکې هم بهرنیو هېوادونو ته د لوړ پوړ افغان حکومتي چارواکو پر سفرونو یو بل بندیز لګولی وو او چارواکو ته امر شوی وو، چې د ولسمشر له اجازې پرته دې بهرنیو هېوادونو ته سفر نه کوي.

د وزیرانو شورا له خوا په وروستي طرزالعمل کي دا هم ویل سوي، چي په هیواد کي له دولتي چارواکو سره د بهرنیو هیوادونو د استازو په کتنو کي دي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازی حضور ولري.

خو د سیاسي او ډیپلوماټیکو چارو پوهان د ویانا د 1961 کال کنوانسیون ته په اشاره وايي، چي په نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو کي دا نه دي ویل سوي، چي د یوه هیواد د دولتي چارواکو پر لیدو کتو دي د خپلو نورو همکارانو له خوا څارنه وسي.

د سیاسي علوم استاد پوهاند ودیر صافي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه طرزالعمل په افغان حکومت کې بې باوري نوره هم غښتلې کوي او د ډیموکراسۍ خلاف یو ګام دی.

ښاغلی صافی وايي، افغان حکومت باید د دې طرزالعمل پر ځای پر خپلو پالیسیو، پلانونو او په دولتي چارواکو کې د ملي روحیې پر غښتلتیا ډیر کار کړی وای.

افغان حکومت وروسته تر هغه دا ګام اخلي، چي د ملي شورا یو شمېر مطرح غړو، چي سیاسي ګوندونه هم اداره کوي، بهرنیو هیوادونو ته ولاړل او هلته یې دافغان دولت د پالیسۍ پرخلاف د افغانستان د راتلونکې په اړه له بهرنیانو سره خبرې وکړې.

په کابل کې هم له ځینو دولتي چارواکو سره د یو شمیر هیوادونو چارواکو ځینې داسې کتنې کړي، چې د افغان دولت د اندیښنې سبب ګرځیدلي دي.

د راپورونو له مخي افغان ولسمشر او د هیواد د ملي امنیت ادارې څو واري مخکي ویلي، چي لوړپوړي افغان دولتي چارواکي یې پردیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور له دندو ګوښه کړي او یا نیولي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG