د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

"د م.م د سازمان له خوا د اوربند وړاندیز بریالی نه شو"


د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي نن خواشینی څرګنده کړه، چې په سوریه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د اوربند وړاندیز بریالی نه شو.

خو ابراهیمي ټینګار وکړ، چې دا به په سوریه کې د سولې لپاره روانې هڅې مایوسه نه کړي.

لخضر ابراهیمي په سوریه کې روان وضیعت ډیر خطرناک بللی دی. ده نن په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لافاروف سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"د سوریې بحران ډير ډیر خطرناک دی. وضعیت ډير بد دی او د لا خرابیدو په لور وران دی.

نړېواله ټولنه، ټول باید سره یوځای شي، د سوریې د خلکو مرسته وکړي او دې بحران ته د حل لاره پيدا کړي."


ابراهیمي زیاته کړه، چې په سوریه کې اعلان شوی اوربند هغسې چې دوي یې تمه درلوده، ټینګ نه شو خو دا به د سولې لپاره هڅې اغیزمنې نه کړي:

"موږ باید د امکان تر حد پورې، په سوریه کې دننه او د سوریې څخه بهر د ټولو ډلو په همکارۍ، ګډو هڅو ته په ټینګه دوام ورکړو تر څو د تشدد اندازه را کمه شي، روان بحران پای ته ورسیږي او سوریه د یوې نوې سوریې د بیا رغولو لارې ته برابره شي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي وویل، چې په سوریه کې هم د سیمې د نورو هېوادونو په څير د ريښتیني بدلون اړتیا ده.

ابراهیمي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لافاروف سره تر لیدو وروسته ټينګار وکړ، چې تر اوسه لا سوریې ته د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د استولو ځانګړی پلاوی نشته خو په راتلونکې کې ښايي دا امکان په پام کې ونیول شي.

په عین حال کې د جمهور ریس بشارالاسد ځواکونو نن هم پر مخالفینو هوايي حملوته دوام ورکړی دی. نن په سوریه کې د اعلان شوي اوربند وروستۍ ورځ وه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړی استازی به نن له روسیې څخه چین ته ولاړ شي.

دی به په پيکنګ کې هم له چارواکو سره د سوریې پر حالاتو خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG