د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۹

په تورخم کې سرحدي پولیس له سوداګرو پیسې اخلي


تورخم د هېواد په ختیځ کې هغه ترانزیتي لاره ده، چې له دې لارې هره ورځ په زرګونو لويې او وړې لارۍ پاکستان ته تګ راتګ کوي او له دغې ترانزیتي لارې نه افغان دولت په لوړه کچه قانوني عاید ترلاسه کوي او د دولت په بودیجې ور اضافه کیږي.

ویل کیږي، چې د دغو قانوني پیسو سربیره له موټر چلوونکو او سوداګرو نه غیرې قانوني پیسې هم اخیستل کیږي.

له پاکستانه د تورخم په لاره هېواد ته د سوداګريزو توکو لېږدونکو موټر چلوونکي وايي، چې په تورخم کې سرحدي پولیس ورڅخه په زور غیرې قانوني پیسې اخلي.

دوی وايي، که د پیسو له ورکول انکار ورته کوي نو تر مرګه وهل هم ورکوي، په دې اړه مو د لویو موټرو له یو څو تنو چلوونکو سره خبرې کړي:

"دغلته په تورخم دا سرحدي پولیس هره ورځ له موږ نه په زوره پيسې اخلي، که نه يي ورکوې، نو وهي دي د دوی نه نور موږ په خپله غریبي کې په تنګ یو دا اوس يي هم رانه دوه نیم سوه افغانی واخیستې.

دا سرحدي پولیس موږ نه هره ورځ دوه سوه درې سوه، چې هر څو يي زړه شو پیسې اخلي."


تاسې د دغو ډریورانو در دوونکې خبرې واوريدې، چې په تورخم کې ورنه په یوه او بل نامه پیسې اخیستل کیږي. دوی په ځانګړې توګه له سرحدي پولیسو نه سر ټکولو، چې د موټر په سر د پینځه سوو کلدارو پورې ترې په زور پيسې اخلي.

د دغو موټر چلوونکو دا ستونزې مو په ختیځ کې د سرحدي پولیسو له رييس ارکان محمد ایوب حسن سره مې شریکې کړې او هغه دا تورونه په کلکه رد کړل:

"هلته نور امنيتي ارګانونه دي، هغوی يي باید مخنیوی وکړي، خو دا چې سرحدي پولیس پیسې اخلي دا په کلکه ردوم، چې په دغه پيمانه باندې سرحدي پولیس پیسې اخلي، که کوم عسکر اخیستې وي نو هلته زموږ کشفي ارګانونه شته."

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو چارواکو پرته له دې، چې په دې اړه د پلټنې وعده راکړي دا تورونه رد کړل، خو دا چې دا تورونه څومره حقیقت ته نیږدې دي، په دې اړه په ختیځ کې د سوداګرۍ د خونې مسول انجينر محمدقاسم یوسفي وايي، چې یو شمېر سوداګرو له دوی سره هم دا ستونزه شریکه کړې وه.

نوموړی وايي، د ورځې شاوخو اته سوه موټرې په دې لاره راځي او له هر یوه موټر نه تر پينځه سوو کلدارو پورې پيسې اخیستل کیږي:

"په دې ورځو کې په اوسط ډول، اته سوه موټر له پاکستانه افغانستان ته راوړي، دوی وايي د هر موټر په سر له موږ نه پينځه سوه کلداې اخلي."

څه موده وړاندې د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي هم په یوه لویه غونډه ې ویلي وو، چې په ننګرهارکې سرحدي پولس په سرحدي سیموکې له قاچاقبرانوسره لاس لري اوپه پراخه کچه په اداري فسادکې ښکیل دي:

"دلته زما په ولایت کې فساد روان دی،دوه دوه لکه ډالر لا څه زیات په مومندو او شینوارو ولسوالیو کې سرحدي پولیس پیسې راټولوي، مالونه اړوي او راړوي، زما خبره پاکه ده د الله نه پرته له بنده نه نه ډاریږم."

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې په لویو لارو کې له موټرو نه په غیرې قانوني توګه د پيسو اخیستل مستقیماً پر عامو خلکو اغیز کوي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عصمت شاه هم دا خبره کوي نوموړی وايي،دغه غیرې قانوني پيسې،چې له سوداګرو نه اخیستل کیږی، سودا ګر مجبوره دي،چې خپل توکي بازار ته په لوړه بیه وړاندې کړي او زور يي عامو وګړو ته رسیږي:

"کومې پسې،چې له سوداګرونه اخیستل کیږي،دوی مجبور دي،چې بازار ته توکي په لوړه بیه وړاندې کړي، د دې رشوت ټول زور عامو وګړو ته رسیږي او همدا لامل کیږي،چې ولس پر حکومت بې باوره کیږي او خپل حکومت خپل اعتماد له لاسه ورکوي."

افغانستان په ختیځه سیمه کې له ګاونډي هیوادپاکستان سره په سلګونه کیلومتره سرحدي سیمه لري چې د دې ټولې پولې ساتل په ختیځ کې دسرحدي پولیسودلومړۍ لیوادسرتیروپه غاړه دی،او هر هغه ناقانونه قاچاق،چې ددې سرحدي سیمو کیږي، ددې پولې ساتوونکي په کې ښکیل ګڼل کیږي.

راپور: شاه محمود شینواری، ننګرهار
XS
SM
MD
LG