د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

له افغانستان سره د بريتانيا مرستې ضايع کېږي


د هلمند په ګرمسېر کې د بريتانوي سرتېرو طبي ډله
د هلمند په ګرمسېر کې د بريتانوي سرتېرو طبي ډله
د بریتانیا یو شمیر ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د بریتانیا د پارلمان د نړیوالې انکشافي څانګې د رپوټ په اړه لیکنې خپرې کړې دي.
په دې رپوټ کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغانستان وضعیت څیړل شوی دی او پکې وړاندیز شوی دی چې په افغانستان کې دې د حکومت پر ځای خلکو ته توجه زیاته شي.
ډیلي ټیلګراف
ډیلې ټیلګراف ورځپاڼې د بریتانیا د پارلمان د غړیو خبرداری رااخیستی دی، چې له افغانستان سره به د بریتانیا کلني یو سل او اتیا میلیونه پونډه مرستې ضایع شي.
د ورځپاڼې په باور د پارلمان ځیني غړي د کابل د حکومت د ناکامۍ له امله داسې فکر کوي چې له افغانستان سره د بریتانیا مرستې له خطر سره مخامخ شوې دي.
د بریتانیا د پارلمان په وروستۍ ګڼه کې بیا د بریتانیا د نړیوالې انکشافي څانګې د رپوټ دا برخه څیړل شوې ده چې پکې راغلې دي، په افغانستان کې تل د ښځو د حقونو په اړه خبرې کیږي، خو په دې برخه کې ترلاسه شوې بریاوې له ګواښ سره مخامخ دي او هیڅ داسې ضمانت نه شته چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا بریاوې له منځه ولاړې نه شي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه شي.
د ګارډین ورځپاڼې په باور بیا د بریتانیا د پارلمان غړي د بریتانیا د پارلمان د نړیوالې انکشافي څانګې د رپوټ له څیړنې وروسته وایي، د مرستو له لارې د نظام جوړول ستونزمن دي او ځیني وختونه ښایي ممکن نه وي، ځکه پکار ده چې د فقر له منځه وړلو ته توجه زیاته شي.
ګارډین

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوې بلې مقالې کې په افغانستان کې په یوې تازه پیښه کې د بریتانیا د دو پوځیانو د وژلو مساله څیړلې ده.
ګارډین لیکي، د بریتانیایي پوځیانو د وژنې په اړه د بریتانیا ټول سیاسي ګوندونه یو نظر لري، دوی داسې پیښې غملړلې بولي.

د ورځپاڼې په باور د بریتانیا پوځیان له خپل کور کلي په زرګونو کیلومتره لرې د افغانستان په یوې لرې پرتې سیمې کې وژل شوې دي.

ورځپاڼه د بریتانیا د دفاع وزارت خبره رااخلي چې وایي، دغه دوه سرتیرې چې یوه یې پنځه ویشت کلنه وه د چهارشنبې په ورځ د هلمند په نهرسراج ولسوالي کې ووژل شول.

ګارډین لیکي، د دغو دوو پوځیانو له وژلو سره په افغانستان کې د بریتانیا د وژل شویو عسکرو شمیر له دوه زره لومړي کال راهیسې څلور سوه پنځه دیرشو ته ورسید.
XS
SM
MD
LG