د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

ولسمشر اوباما او میت رامني خپلې انتخاباتي مبارزې ته ښه زور ورکړی


په متحد ایالاتو کې د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د سیال میټ رامني انتخاباتي مبارزه په هغو سیمو کې، چې د نوسان ایالتونه بلل کیږي په درز روانه ده.

دا هغه ځایونه دي، چې د کتونکو په وینا نه ولسمشر اباما او نه هم میت رامني د اکثریت خلکو احتمالي رايي خپلې کړي دي.

دا ایالتونه اوس مهال اوهایو، فلوریدا، شمالي کارولینا، ویرجینا، ایوا او نیوادا دي.

لومړنۍ نظر پوښتنې ښیي ولسمشر اوباما د بهرنۍ پالیسي په اړه د دوشنبې په شپه یو څه ډیره پیاوړتیا څرګنده کړه، خو د دواړو کاندیدانو مشاورینو د سې شنبې په ورځ د بریالیتوب ادعا کوله.

ډیرې نظرپوښتنې دا ښیي چې د دواړو کاندیدانو سیالۍ د دوه سوه اویا انتخاباتي حوزو باندې متمرکزې دي، چې په حقیقت کې تر اوسه دواړه په مساوي توګه روان دي .

په متحد ایالاتو کې جمهور ریس د خلکو د عمومي رایو په اساس نه ټاکل کیږي بلکه د ایالتونو د سیالیو په اساس وي.

انتخاباتي سیستم داسې دی، چې ممکنه ده یو کس د خلکو له خوا ډیرې رایي وړي وي، خو په انتخاباتو کې ګټونکې نه وي، لکه په دوه زرم میلادي کال کې، چې د امریکا د پخوانی ولسمشر د مرستیال الګور په اړه وشول.

ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د اوهایو په ایالت کې په انتخاباتو د اعتماد مسله مهمه وبلله او ویې ویل، د څلورو کلونو په موده کې د هغه مشرتابه دا وښودله، چې هغه دا وړتیا لري، چې د امریکا د اعلی قوماندان دنده تر سره کړي، اوباما وویل:

"د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزې کې هیڅ شی له اعتماد څخه مهم او جدي نه دي. اعتماد مهم دی، تاسو غواړئ په دې پوه شئ چې هغه څوک چې غواړي د جمهوري ریاست د کرسې او اعلی قوماندانۍ لپاره ځان کاندید کړي باید د اعتماد وړ وي.

یعنې دا، چې هغه څه چې وايي، هماغه ترسره هم کړي، خو نه دا چې هسې خوشې خبرې وکړي، که څه هم داهسې خبرې مناسبې وي او که نه وي."


اوباما همدا شان په خپله وینا کې پر خپل سیال مت رامني سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، د رامني بهرني سیاست د نولس سوه اتیایمې لسیزې د سړې جګړې سیاست دي او زیاته یې کړه، چې د رامني ټولنیز سیاست بیا د نولس سوه پنځوسم کال پورې اړه لری او اقتصادی سیاست خو یې نولس سوه شلم ته رسی .

رامني د سې شنبې په ورځ په نیوادا ایالت کې د اوباما د خبرو په ځواب کې وویل : ولسمشر اوباما د راتلونکې لپاره یوه ځانګړې اجندا نه لري:

"پر ما حمله یوه اجندا نه ده . جمهور ریس ، مونږ تر اوسه څلور مناظرې کړې . ما او د جمهور ریس د مرستیال سره په مناظرې کې مونږ د جمهور ریس کومه اجندا وانه وریده . ددې لپاره چې د هغه خبری او کمپاین له منځه تللی او مونږ په چټکې مخته روان یو ."

رامني په خپله وینا کې د اوباما پر سیاستونو سخت انتقادړونه وکړل او ویې ویل امریکا به بیرته خپل پخواني ځای ته راولم . مونږ دا هیواد مخ ته بیایو هلته چې خلک کار ولری او عاید تر لاسه کړاي شي . خو ویی ویل چې مونږ د پوځ ملاتړ کوو څو په بهر کې زمونږ ځواک خوندي وی او په دې بارو یو چې روښانه ورځي به ولري .
XS
SM
MD
LG