د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۱

د هېواد د چاپیریال ساتنې د یوه پروګرام لپاره ۷۰ کسیز کمیسیون جوړ شو


د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملی اداره د چاپیریال د خوندی ساتلو لپاره د یو، "نوي پروګرام" د پیل خبر ورکوي.

نړیوال بانک ژمنه کړې چې له دې پروګرام سره څه باندې یومیلیون ډالره مرسته وکړي.

د ځنګلونو د پرې کولو او غیرقانوني ښکار مخنیوی، د چاپیریال ساتنې په هکله عامه پوهاوی او په دې برخه کې د حکومتی او غیرحکومتي ارګانونو د همکاریو جلبول، د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د نوي پروګرام عمده برخې دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکو د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ د یاد پروګرام پلې کولو ته د مدني ټولنې، د پوهنتونونو د استادانو او د دولتي او غیردولتي ارګانونو د متخصصینو داستازیو په ګډون "اویا کسیز" کمیسیون ټاکل شوی دی.

د دې ادارې مرستیال انجینیر غلام محمد ملکیار وویل:

"د دې پیسې یومیلیون اعشاریه دوه میلیونه ډالره دي؛ د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ادارې له خوا نړیوال بانک ته ورکول کیږي. د چاپیریال ساتنې، طبیعي منابعو په سیسټمونو او د خلکو په پوهاوي به ولګول شي.

همدارنګه به د چاپیریال ساتنې په برخه د نافذ شویو قوانینو پلي کول ګړندي کړي. د پروګرام د پلې موده یوکال ده، هیله ده له بري سره پای ته ورسیږي."


د دې ادارې چارواکو وویل، افغان حکومت هم ژمنه کړې، چې د نړیوال پر مرستې سربیره، له دې پروګرام سره یومیلیون ډالره مرسته وکړي.

د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې په وروستیو لسو کلونو کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې په لسګونو پروګرامونه پلي شوي؛ چې ښې نتیجې یې ورکړي دي.

خو خلک چاپيریال ساتنې ته جاري هڅې کافي نه ګڼي. د کابل ښار یو اوسیدونکی بصیر احمد وایي:

"د افغانستان چاپیریال ته لازمه پاملرنه نه کیږي، د هېواد ځنګلونه په غیرقانوني توګه پرې کیږي، په غرونو کې وحشي حیوانات او مرغانو ښکار کیږي، چې دا چاپیریال زیانمنوي.

که چاپیریال ورغیږي، د خلکو پر ژوند به مثبت اغیز وکړي او طبیعي شتمنۍ به خوندي پاتې شي."


د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکو داهم وویل؛ ناامني، طبیعي پیښې، وچکالي، د خلکو بې وزلي او د چاپیریال له اهمیته د خلکو بې خبري هغه لاملونه دي؛ چی د هیواد چاپیریال یې زیانمن کړی دی.

د چاپیریال ساتنې اداره داهم په ځینو سیمو کې ناامني او د بودجې کموالی د دوی د پروګرامونو د پلي کېدو مخه نیسي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، هرکال د چاپیریال د ککړتیا له امله په زرګونو خلک په ډول ډول ناروغیو اخته کیږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG