د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

ولې په افغانستان کې ملاله یوسفزۍ ته ډېره پاملرنه وشوه؟


په پاکستان کې پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو وروستۍ حملې په زیاتو افغانانو کې دا فکر پيدا کړی؛ چې ولې په دې هیواد کې د ښځو او ماشومانو په وړاندې روان تشدد ته هغومره پام نه کیږي؟

ملاله یوسفزۍ په سوات کې د نجونو د تعلیم لپاره د خپلې مبارزې په خاطر ډیره پیژندل شوې وه او تر هغه وروسته چې وسله والو طالبانو وویشته، د درملنې لپاره بریتانیې ته واستول شوه.

پر ملاله یوسفزۍ دا حمله د وسله والو طالبانو له خوا دا حمله د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې وغندل شوه او په نړیواله کچه د هغې د ملاتړ نارې پورته شوې.

خو د افغانستان په ملي شورا کې د کوچیانو استازي هیلۍ ارشاد رویټرزاژانس ته ویلي؛ هره ورځ د یوې افغانې انجلۍ سره زیاتی کیږي، تیزاب ورپاشل کیږي او یا یې د بدن غړي پرې کیږي؛ خو بیا هم د دې نجونو هغسې یا هغومره یادونه نه کیږي.

دې وکیلې د رویټرز اژانس سره د خبرو پر مهال اندیښنه څرګنده کړې؛ چې افغان حکومت د ښځود حقونو د تامین سره ریښتینې دلچسپي نه لري.

د افغان ښځو د حقونو د مسالې څخه د غربیانو د خوشحاله کولو او د سیاسي وسیلې په توګه کار ورڅخه اخیستل کیږي.

خو د کابل حکومت وايي، چې دا ادعا حقیقت نه لري.

جمهور رییس حامد پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو حمله په شدت وغندله او دا پيښه یې په خپل هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تشدد د غندلو لپاره بیلګه وګڼله.

جمهور رییس کرزي تیره اونۍ وویل، د افغانستان خلک دا حمله یوازې پر یوسفزۍ نه، بلکه د ټولو افغانو نجونو پر ضد ګڼي.

جمهور رییس حامد کرزي په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تشدد دغندلو لپاره یو وار بیا هم په دومره شدت خبرې کړې دي او دا هغه وخت وو، چې وسله والو کسانو د نجیبې په نوم یوه ۲۲ کلنه انجلۍ په عام محضر کې د زنا په تور مجازات کړه.

دې پيښې هم د نړیوالو شدید غبرګون پارولی وو.

د ولسي جرګې غړې میرمن ارشاد رویټرز ته ویلي؛ دلته د ټلویزیونو د پردې څخه دباندې هیڅ څوک د عدالت د تامین پروا نه کوي.

برتانیې ته د درملنې لپاره د ملالې یوسفزۍ د لیږدولو لپاره متحده عربي اماراتو د پاکستان حکومت ته د امبلانس لرونکې ځانګړې الوتکه ورکړه.

د بریتانیې حکومت وویل، چې د دې هیواد په برمینګهم ښار کې د ملالۍ د دوامدارې درملنې مصرف د پاکستان حکومت پر غاړه اخیستی دی.

پر ملاله یوسفزۍ تر حملې وروسته جمهور رییس حامد کرزي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته وویل؛ چې دا پيښه ثابتوي، چې دواړه هیوادونه باید د خپل ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره راکټي حملو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي په وروستیو کې لا خړ پړ کړي دی. رویټرز اژانس وايي، چې پر ملاله یوسفزۍ د حملې په اړه د ولسمشر کرزي دا خبرې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یو ګام ګڼل کیدلای شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوې مدافع ثریا پرلیکا رویټرز اژانس ته ویلي؛ د ملالې یوسفزۍ وضعیت تر بل هر چا موږ ته ډير د درک وړ دی.

خو زموږ حکومت د ښځو د حقونو د دفاع لپاره یوازې شعاري خبرې کوي او په عملي ډول یې ډير څه نه دي کړي.
XS
SM
MD
LG