د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۷

مارک ګراسمن پرون له ولسمشر کرزي سره کتلي دي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګراسمن پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

ګراسمن ترې د مخکې اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو سره پر نورو مسلو سربیره د افغانستان په حالاتو هم خبرې کړې وې.

اسلام اباد ته له سفر وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی مارګ ګروسمن د یکشنبې په ورځ په کابل کې وو او هلته یې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړي دي.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کتنه کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جنرال دوګ لوت، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن او په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کنګهام هم وو.

د ولسمشر د ویندوی دفتر په دې اړه، چې په دې کتنه کې په کومو مسلو خبرې وشوې ډیر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل وروستي سفر او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر، د ترورېزم او سخت دریځۍ پر خلاف د جګړې او له حقاني شبکې سره د مبارزې په اړه د کتنو او خبرو په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل.

تر دې مخکې مارګ ګروسمن په اسلام اباد کې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړې.

نوموړې په پاکستان پر نورو لیدنو کتنو سربیره د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال پرویز اشفاق کیاني سره او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره وکتل.

د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د یوې پوځي سرچیني په حواله ویلي، چې د جنرال اشفاق کیاني سره مارک ګروسمن په نورو مسلو سربیره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

ګراسمن په اسلام اباد کې دا رد کړې وه، چې ګوندې دې هېواد ته د تلو موخه یې د پاکستان هڅول دي، چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات وکړي، نوموړي وویل، دا د پاکستان په حکومت پورې اړه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره تر لیدنې وروسته دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې په بېلابېلو دوه اړخیزو او د سیمې په مسلو یې خبرې کړي دي.

په دې ګډه اعلامیه کې همدارنګه دواړو لورو په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د بهیر د ملاتړ او په دې برخه کې د ګډ کار ژمنه هم کړې وه.

مارک ګروسمن په داسې حال کې افغانستان او پاکستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ګوندې د طالبانو یو شمېر مشران د سولې د خبرو لپاره عربي هیوادونو ته د تلو لپاره پاکستاني پاسپورټونه تر لاسه کوي.

د یکشنبې په ورځ په دې اړه د افغانستان د بهرنیو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل افغانستان ، امریکا او پاکستان په دې موافق چې د سولې د خبرو اترو لپاره باید طالب مشران د تګ راتګ خوندیتوب ولري.

باور دی، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن به د پاکستاني او افغان چارواکو سره پر دې مسله هم خبرې کړې وي.
XS
SM
MD
LG