د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۴۳

ملاله يوسفزۍ وتوانېده په خپلو پښو ودرېږي


نهه نيم مليونه افغان زده کوونکو هم د ملالې روغتيا ته دعا وکړه
بريتانوي ډاکټران چې د ملالې يوسفزۍ درملنه کوي، نن وويل هغه وتوانېده د لومړي ځل لپاره د نورو په مرسته په پښو ودرېږي.

د ملکې اليزابت روغتون روغتيايي مشر دېف روسر وويل، ملاله نه شي کولاى خبرې وکړي، ځکه د هغې ستوني ته د ساه ايستلو لپاره يو ټيوب دننه شوى، خو د ليکلو په مرسته تفاهم کولاى شي:

”ملاله په بشپړه توګه ښه شوې نه ده، خو صحت يې په ښه کېدو دى. هغه نن سهار د لومړي ځل لپاره د نورو په مرسته وتوانېده ودرېږي. هغه د ليکلو په مرسته ډېر ښه تفاهم کولاى شي”

ملاله چې په خپل پلرني ټاټوبي سوات کې د نجونو د تعليم لپاره د حقونو فعاله ګڼل کېږي تېره اوونۍ د پاکستاني طالبانو په ډزو پر سر ټپي شوه.
XS
SM
MD
LG