د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

د افغانستان د تماس ډله به په انقره کې غونډه وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانستان په اړه د انقرې په دې غونډه کې د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ایالاتو او جرمني د ځانګړو استازو سربیره د لسګونو هېوادونو دیپلوماټان او استازي ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به، چې د جمعې په ورځ جوړیږي د شیکاګو او توکیو له نړېوالو کانفرانسونو وروسته په افغانستان کې د امنیتي حالاتو او په دغه هېواد کې د پرمختګ په نورو چارو خبرې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د غونډې ګډونوال به له نړېوالو ځواکونو څخه افغان امینتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال او د افغان حکومت په مشرې ددې د سیاسي او سولې د پروسې په اړه هم غور و بحث وکړي.

بل لور ته د ترکې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په خپره وشې اعلامیه کې راغلي چې ددې هیواد د باندنیو چارو وزیر داوود اوغلو به د افغانستان د تماس د ډلې غونډې ته پرانستونکي وینا وکړي.

د افغانستان د تماس نړیواله ډله ۵۵ غړي لري او وروستۍ غونډه يې د فنلنډ په مرکز هلسنګي کې ترسره شوې ده.
XS
SM
MD
LG