د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

راسموسن: د ډېرو سيمو وضعيت سم شوى


راسموسن: د ډېرو سيمو وضعيت سم شوى
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د ناټو سازمان عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن نن په کابل کې وویل، په هغو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه شوی، چې افغان ځواکونو ته یې امنیتي مسئولیتونه سپارل شوي دي. نوموړي همدا راز وویل، ناټو به له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له افغان ځواکونو سره د مشورې، مرستې او روزنې په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. ښاغلي راسموسن دغه خبرې نن په کابل کې له جمهور رئیس حامد کرزي سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې. ټاکل شوې، د راسموسن په مشرۍ د ناټو سازمان جګ پوړی پلاوی په کابل کې د افغان حکومت له ځینو نورو چارواکو، پوځي قومندانانو او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جان الن سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG