د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د محمد شفیع کیسه په انځورونو کې

محمد شفیع، چې ۴۷کلن دی خپله کیسه له داسې ځایه پیلوي، وايي ما د ننګرهار په سرخرود کې د ورځنې مزدورې لپاره کار ته روان وم، چې ناڅاپه د ضد پرسونل پر ماین ور برابر شوم، ټول بدن مې داسې ټپي ټپي وو، چې ان ښی پښه مې هم له لاسه ورکړه، زه يي پاکستان ته د درملنې لپاره بوتلم. دا چې له ما نه زما کورنۍ خبره نه وه، زما میرمنه زما د معلول کیدو د خبر په اوریدو د زړه سکته وکړه او له دې نړۍ يي سترګې پټې کړې او پنځه ماشومان يي راته پریښودل، کله چې زه له څلور میاشتې درملنې وروسته افغانستان ته راغلم نو د ماما په کور کې وم، چې هلته د خپلې د میرمنې د مړینې نه خبر شوم. د دې ماین له چاودنې زه درې ترخې خاطرې لرم، لومړی دا، چې زه يي په بدن نیمګړی او معلول کړم او دوهم دا چې خپل د ژوند چارې پر مخ سم نشم بیولای او درېم زما بچي هم زما په برخلیک اخته کړل او بې تعلیمه رانه پاتې دي. ښاغلي محمد شفیع زیاته کړه، چې اوس هم زه او زما بچي خپله خواري او مزدوري کوو، ترڅو یو مړی ډوډې پیدا کړو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG