د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

خالد شیخ محمد په ګوانتنامو زندان کې محکمې ته حاضر شو


هغه کس، چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې د ترروستي پیښو طراح ګڼل کیږي، په ګوانتنامو زندان کې محکمې ته حاضر شو.

خالد شیخ محمد، چې یوه ورځ مخکې تر دې محکمې ته نه و ورغلی، په محکمې کې وویل، چې ده په نورو تررویستي پیښو کې هم برخه اخیستې ده.

خالد شیخ محمد، چې د سې شنبې په ورځ یې مقدماتي محکمې ته له ورتګه ډډه کړې وه ، پرون په پوځي پلنګي جامو کې محکمې ته ورغی.

د ده مدافع وکیل تورن جیس رایټ وویل، موکل یې د جینوا د کانونسیون له مخې دا حق لري، چې په پوځي جامو کې حاضر شي، ځکه چې ده د امریکا په ملاتړ په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لاس پوڅي رژیم پرضد مبارزه کوله.

خالد شیخ محمد، چې د مې په میاشت کې یې په خپلې لومړۍ محاکمې کې نارې وهلې دا ځل غلی و، د ده وراره علي عبدالعزیز هم پرون محکمې ته حاضر شوی و، خو هغه عادي جامې لرلې او افغاني خولۍ یې پر سر وه.

په محکمه کې درې تنه نور، چې هغوي هم د دوه زره لومړي کال د سپتمبر په یولسمه د درې زره کسانو په وژنه تورن شوې دي، پرون نه ترسترګو کیدل.

په مقدماتي محکمه کې خالد شیخ محمد ته اجازه ورکړل شوه، چې خبرې وکړي، ده وویل، د امریکا حکومت چې د درې زره کسانو پر وژنه ویر کوي، د هغو زرګونو کسانو او ان میلیونونو کسانو له امله دې هم غمجن شي چې خپله یې وژلې دي او د دغې محکمې څارنوال هم د همدې حکومت استازی دی.

خالد شیخ محمد د امریکا حکومت تورن کړ، چې د ملي امنیت له تعریف څخه په دې ډول ګټه اخلي، چې دیکتاتوران د قوانینو د له منځه وړلو او د خپلو اعمالو د توجیه کولو لپاره له هغه کار اخلي.

د دوه زره لومړي کال د سپتمبر په یولسمه ترورستانو څلور الوتکۍ یرغمل کړې، دوې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ له نړېوالو مرکزونو سره وجنګولې، بله یې د امریکا پر دفاع وزارت ولویده او څلورمه یې مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسیږي، وغورځیده.

شیخ محمد د دې سربیره چې د سوداګرۍ د نړیوالو ودانیو د ړنګولو ادعا کوي دا هم وایي چې په دوه زره دوهم کال کې یې په پاکستان کې د امریکایي خبریال ریچرد پیرل سر پرې کړی دی او په نولس سوه درې نویم کال کې یې هم د نیویارک د سوداګرۍ په نړیوالو ودانیو کې بمونه ایښي و چې شپږ تنه پکې وژل شوې وو.

شیخ محمد، چې خپله یو پاکستانی انجنیر دی په کویت کې زیږیدلی دی او په امریکا کې یې زده کړې کړې دي. دی د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن یو نژدی ملاتړی او سلاکار و.

که په محکمه کې دا ثابته شي چې خالد شیخ محمد او ملګري یې چې اوس د ګوانتنامو په زندان کې بندیان دي، ګناهګاره دي، نو دوی ټول به د مرګ په سزاء محکومه شي.
XS
SM
MD
LG