ټاکل شوې، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون پرانیستل شي، په دغه نندارتون کې د پاکستان بېلابېل ډول تولیدات او صنایع نندارې ته کيښودل کیږي.
د افغان او پاکستاني چارواکو په وینا د دغه نندارتون، د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د همغږی رامنځته کیدو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د وارداتي او صادراتي محصولاتو د کیفیت کچې لوړیدو په هدف ترسره کیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبرې غونډې کې وویل، چې دغه نندارتون د خصوصي سکتور په برخه کې مهم رول لري او افغانستان او پاکستان خلکو په ګټه دی:
"ډیر ښه دی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ښې شي، موږ البته د افغانستان او پاکستان خصوصي سکتور په دې باور یو، چې هر څومره له اقتصادي پلوه له یو بل سره نږدې شو، خصوصي سکتور مو نږدې شي، خلک مو نږدې شي دا زموږ په سیاستوالو اغیز کوي، چې هغوي هم دا دوه ملتونه او دوه هېوادونه سره نږدې کړي او هرڅومره چې نږدې شو په سیمه کې به مثبت تاثیر ولري او موږ لازم چانسونه لرو، چې له اقتصادي پلوه یو له بل لپاره تکمیلوونکي یو."
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال په وینا دا لومړی ځل دی، چې په کابل کې د پاکستاني محصولاتو نندارتون جوړیږي.
د دغه ادارې مسوولینو ټولو افغانانوته بلنه ورکړه، څو له دغه نندارتون لیدنه وکړي.
په ورته وخت کې د راولپنډی نندارتون مسوول بالیس په پاکستان د افغانستان د محصولاتو د نندارتون د ترسره کیدو خبر ورکړ.
نوموړي وویل، چې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې تل په هغه هېواد کې د دا ډول نندارتونونو د جوړیدو غووښتوونکې دي او په دې برخه کې غواړې له افغانستان سره همکار اوسي:
"موږ تیار یو څو په پاکستان کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون جوړولو لپاره هرډول اسانتیاوې برابرې کړو.
په ځانګړي ډول د پاکستان د سوداګرۍ او صنایع مرکز راهولپنډۍ کې،او د نندارتونونو د جوړولو په متقابلو اړیکوکې مونږ کولای شو د افغانستان تولیدات پاکستاني سوداګروته ور وپيژنو.
دا به یو ښه چانس وي څو خپل مالونه وپلورو یا سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي."
په کابل کې د پاکستان د سوداګریزو محصولاتو نندارتون په داسې حال کې ترسره کیږي چې د دغو دواړو هیوادونوترمنځ سوداګریزې اړیکې له ستونزو سره مخ دي.
افغانستان چې په وچه کې راګیر هیواد دی ډيری مالونه د پاکستان له لارې وارد او صادروي.
خو افغان سوداګر تل په دې برخه کې د پاکستان په برخورد نیوکې کوي او وايي چې هغه هیواد د دوی لپاره ډیرخنډونه جوړوي.