د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې موټر بم ځانمرګي ۵۳ تنه ټپيان کړل


د پکتيا ولايتي چارواکي وايي، چې نن سهار وختي اووه بجې د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په ګډ مرکز موټر بم ځانمرګی بريد شوی، چې د عامو وګړو په ګډون په کې ۵۳ تنه ټپيان دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل وايي، چې دغه بريد د زرمت ولسوالۍ امريکايي او کورنيو ځواکونو په ګډ مرکز (بيس) شوی دی، ده زياته کړه:

"په دغه پېښه کې ۴۵ تنه ملي اردو سرتيري ټپيان شوي او هغه د ګردېز روغتون ته تداوي په خاطر را انتقال شوي او تلفات نه لرو."

منګل بهرنيو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې د دوي لومړني مالومات ښيي چاودنه د ځواکونو د اډې خواته د ملي اردو سرتېرو قراول ته نږدې شوې.

د يادې پېښې په اړه د زرمت ولسوالۍ روغتيايي مرکز مشر ډاکټر حاجي محمد له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل چې له پېښې وروسته ورته اته تنه عام وګړي د ټپونو د درملنې په موخه وروړل شوي، دی زياتوي:

"دغه کسان چې موږ ته راوړل شوي په کورنو او ښار کې د شيشو توييدو له امله زخمي شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته مو خپلو کورنو ته ولېږل."

د يادې پېښې مسوليت د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلی او وايي، چې د موټر بم په دغه بريد کې يې ۱۳ تنه بهرني وژلي،۲۶ نور يې ټپيان کړي او ۱۹ تنه اردو سرتيرو د وژل کېدو ترڅنګ يې ۴۵ نور ټپيان کړي او ګڼ مالي زيانونه يې هم ور اړولي.
XS
SM
MD
LG