د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

پکتيا والي د وسلوالو پر ضد د پاڅون ملاتړ وکړ


د ډاډمن امنيت له امله د پکتيا والي له لوړ پوړي اداري پلاوي سره يو ځای ولسواليو ته سفر وکړ او هلته يې د ولسواليو په بازارونو کې له خلکو سره د هغوي د ژوند د کچې په اړه د خبرو ترڅنګ له دوکاندارانو څخه سودا هم کړې.

سره له دې، چې د پکتيا لرو پرتو ولسواليو څخه وخت ناوخت د سړک غاړې بمي چاودنو، مخامخ نښتو او بېلابېلو نا امنيو ريپورټونه ورکول کيږي، خو د پکتيا والي جمعه خان همدرد او ورسره پلاوي د امنيت د لا ښه والي او ډاډمن څرګندولو په موخه دوو ولسواليو مېرزکې او احمدخېلو ته سفر وکړ.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون ازادۍ راډيو ته وويل، چې د والي سره په دې سفر کې د ۲۰۳ تندر قول اردو، ۵۰۵ سپين غر زون، ملي امنيت، سرحدي پوليسو او امنيه قومندانۍ د استازو ترڅنګ د دې ولايت د ډېرو سکتوري رياستونو ريسان هم موجود و.

سمون زياته کړه، چې د پکتياوالي په دې سفر کې د سيمې خلک لا خوشاله او ورسره ليدنې يې د هغوي روحيات تازه کړل او هغه يې دې ته وهڅول، چې له دولت سره يو ځای په امنيت کې ونډه واخلي:

"دغه دوه ولسوالۍ، چې شاوخوا ۷۰ کيلومتره فاصله لري، چې والي ورته سفر وکړ او په دوکانونو کې يې د نمونې په ډول سودا هم واخيسته."

نوموړي زياته کړه، چې دا لومړی ځل دی په پکتیا کی داسې چارواکي د ولسواليو بازارونو ته ځي او په ډېره ډاډمنه فضا کې په ساعتونو، ساعتونو له دوکاندارانو سره خبرې اترې کوي او د سيمې د خلکو د ژوند له کچې ځان خبروي.

سمون دا هم وويل، چې د پکتيا والي سفر د مېرزکې ولسوالۍ ته په دې موخه و، چې د سيمې د خلکو د هغه کار مننه وکړي، چې څه موده وړاندې يې د وسلوالو طالبانو په غبرګون کې له ولسوالۍ څخه دفاع کړې وه.

د والي او لوړ پوړ چارواکو سفر يادو ولسواليو ته په داسې وختونو کې کيږي چې درې مياشتې وړاندې د مېرزکې ولسوالۍ په وداني او پوليسو د شپې له خوا وسلوالو طالبانو بريد وکړ چې د سيمې ګڼ خلک يې په ملاتړ په پاڅون راووتل.
XS
SM
MD
LG