د قرغزستان د پخواني شړل شوي ولسمشر "قربانبیک باقیف" زوی په لندن کې نیول شوی دی.
دا کار ترهغه وروسته وشو، چې د امریکا متحدو ایالاتو د هغه د ورته سپارل کیدو غوښتنه وکړه.
د لندن "متروپولیټن" پولیسو په وینا، "ماکسیم باقیف" د پولیسو په یوه مرکز کې په خپله ځان تسلیم کړی دی.
متحدو ایالاتو په وروستیو دوو کلونو کې "ماکسیم باقیف" په چالبازۍ او همدا راز د قانوني څارنې څخه د تښتیدلو لپاره په دسیسې جوړولو تورن کړی دی.
د یوشمیر بریتانوي خبري رسنیو په وینا، ماکسیم باقیف د همدې ورځې په جریان کې د لندن ښار د "ویسټ منسټر" په یوه محکمه کې را څرګند شو.
دا نه ده څرګنده چې "ماکسیم باقیف" پرځان د لګیدلو تورونو په اړه څه ډول غبرګون څرګند کړی دی.
ماکسیم باقیف څلور دیرش کلن دی.
کله چې یې پلار په ۲۰۱۰ کال کې د واک څخه وشړل شو، ماکسیم باقیف لندن ته وتښتید او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.
ده ادعا کړې وه، چې خپل ژوند ته د پيښ ګواښ په خاطر د پناه اخیستلو ته اړ شوی دی.
په قرغزستان کې د ماکسیم باقیف د نیول کیدو حکم شوی.
د قرغزستان یوې محکمې د هغه د نیول کیدو حکم کړی او د نړیوالو پولیسو "انټرپول" څخه یې د هغه د نیول کیدو غوښتنه کړې ده.
پر ده د ملیونونو ډالرو دولتي پيسو د بې ځایه کولو او دې ته ورته نورو غیر قانوني کارونو د تر سره کولو تور دی.
ماکسیم باقیف د خپل پلار د ولسمشرۍ په دوره کې د قرغزستان د پراختیا د مرکزي ادارې مشر وو.
ماکسیم باقیف په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر ځانګړې هوايي اډه د تیلو د خرڅلاو په یوه ستراتیژیکه معامله کې د خپل ګاونډي هیواد قزاقستان سره هم په درغلۍ تورن دی.
د قرغزستان د جمهوري ریاست د بهرنیو پولیسو د ادارې مشر سفر اسحاقوف پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې دوی به هڅه وکړي چې ماکسیم باقیف بیرته قرغزستان ته واستول شي.
خو اسحاقوف ټینګار وکړ چې د لندن او بشکیک تر منځ د داسې کسانو د بیا ستنولو ځانګړی تړون نشته نو دا د م ماکسیم باقیف د بیرته استولوپه لاره کې خڼډ ګڼل کیدلای شي.
ده زیاته کړه : واضح ده چې قرغزستان به د هغه د بیرته استول کیدو غوښتنه وکړي. خو زموږ او د بریتانیې ترمنځ د استولو لپاره داسې کوم تړون نشته. متحدو ایالاتو هم د هغه د ورته سپارل کیدو غوښتنه کړې ده. د امریکا او لندن ترمنځ داسې یو تړون شته نو لندن ښايي پدې غور کوي چې ماکسیم باکییف امریکا ته وسپاري.
په بشکیک کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې که چیرې پر ماکسیم باقیف موجود تورونه ثابت شي نو په اوږده موده بند محکومیدلای شي.