د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

ملاله یوسفزۍ څنګه په رسنیو کې مطرح شوه؟


ملاله یوسفزۍ
ملاله یوسفزۍ
د سوات ملاله یوسفزۍ دا مهال د پاکستان د راولپنډۍ په یوه عصري پوځي روغتون کې په داسې حالت کې چې د رغیدو لپاره يې هیلې او دعاګانې هره شیبه زیاتیږي، بستر ده.

پر ۱۴ کلنې ملاله یوسفزۍ باندې د روانې اونۍ په سر کې وسله والو طالبانو ډزې وکړې او په سر يې سخته ټپي کړه.

د طالبانو تر واک او اغیز لاندې سوات کې څو کاله وړاندې دې انجلۍ څرنګه د خپلو حقونو په ځانګړې توګه د پوهې د ترلاسه کولو غږ پورته کړ ؟ ملاله څرنګه په رسنیو کې راڅرګنده شوه او د هغې غوښتنې او ارزوګانې څه دي؟

رضوان مراد د ازادۍ راډیو د مشال څانګې له همکار عبد الحي کاکړ سره چاچې څو کاله دمخه د لومړي ځل لپاره ملاله پیدا کړه او د هغې غږ يې د رسنیو له لارې نړیوالو ته ورسوه، خبرې کړي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG