د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

عمر: د افغانستان سياسي ثبات ته ګواښ متوجه دى


وحيد عمر
وحيد عمر
د بحران نړیوالی ډلی په يوه نوې څېړنه کې خبردارى ورکړی چی په داسې حال کې، چې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ جنګي ځواکونه وځي او افغان دولت په ٢٠١٤م کال کې امنيتي مسووليتونه اخلي، افغانستان به له یوه سخت سياسي بحران سره مخامخ شی.

دغه راپور په بروکسل کې دېره د بحران د نړيوالې ډلې له خوا برابر شوى، چې ځان يو غير دولتي سازمان بولي.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې کارپوه کانداس روند اوکس ويلي، په ٢٠١٤م کال کې چې ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي افغان حکومت، چې د امريکا ملاتړ له ځان سره لري ښايي ړنګ شي.

ده ويلي: افغان پوځ او پوليس په پښو ولاړ نه دي او امنيتي مسووليتو ته تيارى نه لري. په دی اړه نوریاس نوری د سیاسی چارو له کارپوه وحید عمر سره مرکه کړی او لومړی یی تری داپوښتنه کړی چی ایا له ۲۰۱۴ کال وروسته به په رښتیا افغانستان له سیاسی بحران سره مخامخ شی؟ هغه په ځواب کی وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG