د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د پکتیکا د مستوفیت رئیس او د کرنې، مالدارۍ رئیس د اختلاس په جرم محاکمه شول


د پکتیکا چارواکي وايي، یوې ابتدايي محکمې د دې ولایت د مستوفیت رئیس او د کرنې او مالدارۍ رئیس د اختلاس په جرم محاکمه کړل.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادي راډیو ته وویل، چې د دې ولایت مستوفي محمد ظاهر وفا په شپږو کلونو بند او د کرنې رئیس حمیدالله توخي په اوو کلونو بند محکوم شوي دي.

نوموړي وویل، په دوی د دیارلس لکو افغانیو اختلاس تور و، چې د استیناف د غوښتنې حق لري.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن په دې اړه له ښاغلي افغان سره مرکه کړې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG