د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

په کابل کې د بریتانیا په مرسته ملي افسرانو ته یوه اکاډمۍ جوړیږي


د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې د ملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ په جوړولو سره به د ملي اردو د رهبرۍ او مسلک ستونزې تر ډیره هوارې شي او له دې سره به مرسته وکړي، چې افغانستان خپله اردو په نړېوالو معیارونو برابره کړي.

د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي، چې د چهارشنبې په ورځ د دغې اکاډمۍ د کار د پیلیدو په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې هر کال به له دغې اکاډمۍ څخه شااوخوا یونیم زر کسان فارغیږي.

جنرال کریمي وویل، د ملي اردو د افسرانو دې اکاډمۍ ته به هغه محصلین جذبیږي چې په ملکي پوهنتونونو کې یې لوړې زده کړې کړې وي.

د ملي اردو افسرانو د اکاډمۍ د جوړولو تړون د روان میلادي کال د جولای په نولسمه نیټه په کابل کې د افغان ولسمشر حامد کرزی او د بریتانیا د صدر اعظم ډیویډ کامرون ترمنځ لاسلیک شو.

د دغې اکاډمۍ په جوړیدو باندې ۴۲ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د بریتانیا، استرالیا، ډنمارک ،ناروې او نیوزیلاند هیوادونو له خوا ورکول کیږي.

د اکاډمۍ قومندان جنرال امین الله کریم وایي چې د راتلونکي میلادي کال په سپتمبر میاشت کې به دغه اکاډمۍ د لومړۍ دورې لپاره محصلین جذب کړي او ترهغه وخته به یې د جوړیدو چارې هم بشپړې شي.

نوموړي وویل چې ددغې اکاډمۍ روزونکی به ترډیره افغانان وي او ټاکل شوې چې ۱۲۲ بهرني استادان هم ورته راشي.

په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه هم د ملی اردو د پياوړتیا لپاره د دغې اکاډمۍ جوړول یو ګټور ګام بولي.

د دغو ځواکونو مرستیال قومندان جنرال بردشاو وویل چې بهرني ځواکونه به د اړتیا په وخت کې ددې اکاډمۍ د سلاکارانو دنده پرمخ بیایي:

"مهمه ده، چې معلومه کړو، هرکله چې دغه اکاډمي د افسرانو د روزنې په برخه کې خپل فعالیت پیلوي، نو مشري او رهبري به یې د افغان ملي ځواکونو له خوا کیږي.

ایتلافي ځواکونه به په دغې اکاډمۍ کې د څآرونکو او سلاکارانو رول پرمخ بیایي، محصلین به په شفافه توګه جذب او انتخابیږي، دا زمونږ د ژمنو یوه ښکاره نښه ده چې له افغانستان سره دریږو او له پرمختګ سره یې قوي مرسته کوو."


چارواکي وايي، له دې وړاندې د ملي اردو پوځي اکاډمۍ هم د افغان ځواکونو په مسلکیتوب کې ښه رول لوبولی، خو له اوسنۍ اکاډمۍ سره یې توپیر دا دی چې پخوانۍ اکاډمۍ د دولسم ټولګیو فارغین نیسي او نوې اکاډمۍ بیا د شپاړلسمو ټولګیو فارغین جذبوي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG