د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د معافیت مساله


د افغانستان د ملې امنیت سلا کار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د معافیت مسله په دې هېواد کې د امریکا د اوږدې مودې پوځي حضور لپاره یو ستر خنډ دی.

د امریکا متحده ایالاتو له عراق سره هم ورته ستونزه درلوده.

ډاکټر سپنتا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې یو جګ پوړی امریکایي هیئت کابل ته رسیدلی او د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخېز امنیت په یوه تړون باندې کار کوي.

دا پوښتنه هم مطرح ده، چې امریکایي ځواکونه د افغانستان په ستراتېژیکې سېمې کې لس کاله وجنګیدل ایا دوي به په راتلونکي وخت کې په افغانستان او پاکستان کې له القاعده وسله والو او نورو سخت دریځو ډلو سره مقابله وکړې؟

افغان او امریکایي لوري دواړه وایي، چې خبرې به یي اسانه نه وي.

دا خبرې په داسې وخت کې کیږي، چې دواړه هېوادونه یو په بل باندې په غوسه دي.

د امریکا حکومت د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندي د حملو له امله اندیښمن دی او جمهور رئیس حامد کرزی د نړیوالې ټولنې په کړنو او د جګړې په پالیسۍ باندي انتقادونه کوي او د بهرنیو ځواکونو حرکات د افغانستان له ځمکنې حاکمیت څخه سرغړونه بولې.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د خبرو د څرنګوالي په اړه له څرګندونو ډډه کړیده.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د تړون په مخکې یو ستر خنډ دادی چې افغان حکومت له امریکا څخه غواړې د افغانستان په خاورې د پاکستان د توغندیو د حملو دفاع باید وکړي .

ډاکټر رنګین داد فر سپنتا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، هیله من دی چې دا نوی تړون به نور وضاحت هم ورکړې چې د پاکستان له لورې د افغانستان په خاورې د حملو په اړه به د امریکا ځواب څه وي.

افغان حکومت دغه راز له امریکا څخه په ټینګه غواړي چي افغان پوځ ته باید عصري وسایل لکه ټانکونه او جنکې جټ الوتکې ورکړې. امریکایي چارواکي دافغان حکومت دا غوښتنه نه مني او وایي، افغانستان له وسله والوسره د جګړې لپاره دي ډول وسلو ته اړتیا نلري او پرسونل یي د عصري وسلو او الوتکو تجربې او ظرفیت هم نلري.

د کابل او واشنګټن تر منځ په خبرو کي به تر ټولو سخته مسله په افغانستان کي د امریکایي پوځیانو د معافیت مسله وي. د سپنتیا په وینا، امریکا غواړي چې پوځیان یي له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د جرمونو د ترسره کولو او یا هم په غلطۍ کې د ملکې کسانو د وژنې په صورت کي باید تعقیب او محاکمه نشي.

ډاکټر سپنتا زیاتوي، افغانستان یو اسلامي او ویاړلی هیواد دی، ددي مسلې په اړه د خلکو فکر دېر حساس دی. دا آسانه خبره نده، خو باید چې د افغانستان د ملي حاکمیت په چوکاټ کې ورته یو حل پیدا شي.

ډاکټر سپنتا وایي، د افغانستان ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران هم ممکن هڅه وکړې چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتېژیکي همکارۍ د سند په مخکي خنډونه ایجاد کړې او د امریکایي پوځیانو د معافیت په اړه د افغانانو احساسات راوپاروي.

عراق هم له امریکا سره د امریکايي پوځیانو د معافیت مسله ونه منله او له دي هیواد څخه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته په بغداد کې د امریکا نفوذ کم شو.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د معافیت مسله هغه مهال ډېره جدې شوه چې یوه امریکایي عسکر په مارچ میاشت کې په کندهار ولایت کې ۱۷ تنه ملکیان ووژل او امریکایي چارواکو مشکوک قاتل بریدمن رابرت بالز سمدستې ددي لپاره له افغانستان څخه وایسته چې محاکمه نشي او ددي پر ځاي یي په امریکا کي محاکمه کړ.

افغانانو غوښتنه کوله چې نوموړي په افغانستان کي جرم کړی او په دي هیواد کي باید محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG