د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

په غزني کې د یوه ښوونځي میزونه پلورل شوي

دا هغه مېزونه دي، چې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د شهيد عبدالمتين ښوونځي ته ورکړل شوي دي. خو په دغه ولسوالۍ کې د معارف رياست د استازيو له لوري د دې پر ځای، چې ښوونځي ته ورکړل شي او ماشومان يې تر شا کښېنې. د ولسوالۍ په دوکاندارانو پلورل شوي دي. اوس ور باندې دوکانداران خپل کارونه کوي. دغه عکسونه زموږ همکار سيدشاه سقيم اخيستي دي. ۱ ـــ لومړی عکس ــ د ښوونځي مېز په يو درملتون کې درمل خرڅوونکي خپلې مخې ته ايښی دي. ۲ ــ د ښوونځي مېز په يو درملتون کې درمل خرڅوونکي خپلې مخې ته ايښی دي. ۳ ـــ د ښوونځي مېز تر خرڅولو وروسته د دوکان مخې ته ايښې او دوکانداران ورباندې سبزي او له پاکستانه را وړل شوي کوک بوتلونه خرڅوي. ۴ ـــ سپين ږيری ساعت جووونکی د ښوونځي په خرڅ شوي مېز ساعتونه جوړوي، دغه مېز او ورسره سريښ شوې ځانګړې څوکۍ د ماشومان د ټولګي د پاره جوړ شوي دي. ۵ ــ د ښوونځي مېز تر خرڅولو وروسته د دوکان مخې ته ايښې او دوکانداران ورباندې سبزي او له پاکستانه را وړل شوي کوک بوتلونه خرڅوي.

XS
SM
MD
LG