د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ترکیې پر سوریې د نړېوالو د اقداماتو غوښتنه وکړه


د ترکېې جمهور رییس ̎عبدالله ګل̎ د دوشنبې په ورځ وویل؛ بدترین حالت به دا وي، چې په سوریه کې جګړه پراخه شي، ده له نړیولې ټولني په سوریه کې د اقداماتو د کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله ګل په انقره کې خبریالانو ته وویل؛ چې تر کیه به د خپلو سرحدونو د ساتلو لپاره هر لازمي اقدامات وکړي:

“په سوریه کې ډير بد حالت روان دی، د سوریې خلک له دغه حالت څخه ډير په عذاب کې دي. دا حالت له یوه وخت څخه تر بل وخت پورې موږ هم متاثر کوي.

موږ یو شمیر کسان له لاسه ورکړل، زموږ حکومت په دې اړه د ترکیې له پوځ سره په مداومه توګه سلا او مشوره کوي. لکه څنګه چې تاسې یې وینئ، د سوریې په وړاندې هر لازمي اقدام په فوري توګه تر سره کیږي او همداسې به دوام ولري.”


د ترکیې ولسمشر زیاته کړه، نړیوال قدرتونه باید د ویني تویولو د مخنیولپاره ډیر موثر اقدام وکړي.

ښاغلي عبدالله ګل دا خبرې په داسې حال کې وکړې؛ چې د د وشنبې په ورځ د ترکیې په یوه کلي کې د هاوان مرمۍ ولګېدې؛ نو ترکي پوځ هم جوابي عمل وکړ.

د لړم یا عقرب پر دریمه نیټه شپږ ترکي ملکي وګړي د سوریې له خوا د توپونو په ډزو کې ووژل شول؛ له هغې ورځې راهیسې د د واړو هیوادونو تر منځ د ډزو تبادلي دوام پيدا کړ.

په وروستیو ورځو کې ترکیې له سوریې سره د ۹۰۰ کیلو متره سرحد په امتداد د خپلو ځواکونو حضور غښتلی کړی دی.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ̎بان کي مون̎ د دوشنبې په ورځ د سوریې او ترکیې د ګډ سرحد په اوږدو کې خشونت او تشنج زیاتوالی ډير “خطرناکه” وباله.

ښاغلي بان کي مون د فرانسې ̎سټراسبرګ̎ ښار کې اروپايي شورا ته وویل:

̎په سوریه کې حالات ډير خراب شوي دي. دا حالات د سوریې ګاونډيانو او په کُلي توګه د سیمې ثبات ته جدی خطر ګڼل کیږي. د ترکیې او سوریې تر منځ د ګډي پولې په اوږدو کې د شخړي زیاتوالی او د هغه اثرات پر لبنان باندې ډیر خطرناکه دي. له دې څرګندیږي، چې دا حالت د منطقې په سطحه داسې یوه فاجعه ده؛ چې اغیز یې نړیوال دی.”

ښاغلي بان کي مون زیاته کړه، دی د سوریې په شخړه کې ښکیلو خواوو ته، د وسلو د لیږلو پر دوام ډير اندیښمن دی.
XS
SM
MD
LG