د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

د هلمند په لښکرګاه کې ځان وژونکی برید


د هلمند په لښکرګاه کې ځان وژونکی برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

افغان چارواکي وايي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یوې ځان وژونکې حملې د ملي امنیت دوه کارکوونکي وژلي او د یوه بل په ګډون یې څوارلس ملکي کسان ټپیان کړي دي. د هلمند د ملي امنیت رئیس برید جنرال نظرعلي واحدي وايي، چې دغه موټر بم چاودنه د لښکرګاه ښار د صافیانو په سیمه کې د ملي امنیت په دریمې حوزې شوې ده. واحدي ومنله، چې د ملي امنیت مسئولینو د حملې په اړه مخکې له مخکې معلومات درلودل، خو په مخنیوي کې یې بیا هم پاتې راغلي دي. نوموړي وویل، د برید په ځای کې په چاودیدونکو موادو بار یو موټر سایکل هم نیول شوی دی، چې د یوې بلې حملې لپاره تیار شوی و. د دې حملې مسئولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، چې دا رنګه حملې اکثره د وسلوالو طالبانو له خوا کیږي.

XS
SM
MD
LG