د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۴۹

د پاکستان د سوداګرو یو پلاوی کابل ته راغلی دی


د پاکستان د سوداګرو یو پلاوی کابل ته راغلی، څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د ستونزو د اوارۍ په لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځینو سیاسي او امنیتي ستونزو ترڅنګ یولړاقتصادي او سوداګریزې ستونزې هم راپورته شوي دي.

د دواړو هیوادونو ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو د اوارۍ او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادی چارو د ښه والي په مقصد، د پاکستان د سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت چارواکو، د خصوصي سکتور استازو او پاکستاني پلاوي د دوشنبې په ورځ په کابل کې پر یادو ستونزو خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت مرستیال مزمل شینواري وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزه شته او د پاکستان او افغانستان په تعرفو کې هم تفاوت موجود دی او د دې علت هم په هېواد کې د صنعت لږه وده کړې."

کابل ته په راغلي پاکستاني پلاوي کې څلوردیرش سوداګر او پانګوال شامل دي؛ چې د قالینو، درمل جوړولو، د وچو او لمدو میوو، قیمتي ډبرو، کان کيندلو او داسې نورو برخو استاریتوب کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې ريیس
زبیر موتي والا وویل؛ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د هڅو په نتیجه کې دغه ستونزې تره یوه ځایه کمې شوي دي.

ده وویل، افغانستان له څلوروخواوو څخه په وچه کې ایسار هیواد دی او دوی به هڅه وکړي؛ چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ورسره مرستې وکړي:

"موږ د افغانستان په جوړولو کې مرسته کولی شو، موږ دانه وایو، چې افغانستان جوړوو بلکې غواړو د یوه هوسا افغانستان له جوړولو سره مرسته وکړو.

ډیر داسې څه شته چې په زور نه جوړیږي، بلکې لارې لري، چې ستونزې کمې کړي. موږ باور لرو، چی موږ د سولې غږ پورته کړی او غواړوله افغانستان سره په هره برخه کې مرسته وکړو."


افغان چارواکو وویل، پاکستاني پانګوال کولی شي، چې د کرنې د پراختیا او ساختماني چارو په برخو کې په افغانستان کې پانګې واچوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال له پاکستان څخه هیواد ته د یو اعشاریه پنځه میلیاردو دالرو په ارزښت مختلف مواد واردیږي، حال داچې د افغانستان صادرات ورته شاوخوا دوه سوه میلیونه ډالره دی.

سره له دې چې پاکستاني پلاوي له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په دې لاره کې د مرستو خبرې کوي؛ خو په تیرو څو کلونو کې ولیدل شول، چې پاکستان له افغانستان په شویو سوداګریزو او ټرانزیټي موافقنامو عمل نه دی کړی.

افغان سوداګر او واردوونکي وایي، ډیر ځلې د دوی د وارداتي مالونو کاروانونو ته په پاکستان کې ستونزې جوړې شوي؛ چې له امله یې افغان سوداګروته په سلګونو میلیونوډالره زیان اوښتی دی.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG