د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د تحریک انصاف د ډلې په اړه له عقیل یوسفزي سره مرکه


د پاکستان امنيتي ځواکونو د هغه کاروان مخه ونیوله، چې جنوبي وزیرستان ته د تګ هڅه يې کوله.

د تحریک انصاف سیاسي ډلې مشر او پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان د شنبې په ورځ له اسلام اباده د یوه کاروان په مشرۍ د پنجاب له لارې د جنوبي وزیرستان پر لور حرکت کړی او موخه يې دا ده چې د دې هېواد پر قبائلي سیمو د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد غږ پورته کړي.

وروستي راپورونه وايي، چې د پاکستان نیمه پوځي ځواکونو وزیرستان ته په لاره د دې کاروان مخه نیولې او له وړاندې تګ نه يې منع کړی.

تمه ده، چې عمران خان به په ټانک کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړي، له دې وړاندې نوموړي ویلي وو چې که امنیتي ځواکونه يې مخه ونیسي نو په سوله ييزه توګه به بیرته ستون شي.

د همدې موضوع په ارتباط په پيښور کې د ازادۍ راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار له لیکوال او ورځپاڼه لیکونکي عقیل یوسفزي سره مرکه کړې او په پيل کې يې د دې کاروان په باب د هغه نظر پوښتلی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:29 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG