د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

پر حقاني ډلې د امریکا شک


واشنګټن پوست ورځپاڼې، "امریکایان شکمن دي، چې حقانې شبکه د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو پوځیانو باندې په ځینوحملو کې لاس لري" تر سرلیک لاندې یوه اوږده مقاله خپره کړې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

د حقانې شبکه چې په پاکستان کې مرکزونه او له القاعده شبکې سره تړاو لري؛ دا شک ورباندې کیږي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې حملو کې لاس لري او یوازې په روان کال کې په دې حملو کې ۱۳۰ تنه امریکایي او ایتلافي پوځیان مړه او ټپیان شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په دې دسیسې کې د حقانې شبکې داخلول چې په کابل کې یې حیرانوونکې حملې هم کړي، د دې ډلې وسله والو فعالیتونو ته بل اړخ ورکوي.

په عین حال کې به د امریکا او پاکستان اړیکې نور هم پیچلې کړي او دا ځکه چې دا ډله په پاکستان کې مرکزونه لري.

ورځپاڼې په واشنګټن کې د جرمني د مارشال پلان د صندوق د دفاعي څيړونکي "مارک جکسن" خبره راخیستې چې وایي:

"دا چې د طالبانو ستونزه په سلو کې ۹۰ د افغانستان داخلې ستونزه ګڼل کیږي، دا ممکن بل ډول واوړې په دې معنی چې د حقاني شبکې په سلو کې ۹۰ ستونزه د پولې اخوا چیلنجونه دي.”

واشنګټن پوست ورځپاڼې، په واشنګټن کې د جګړې د څېړنېز انسټیټیوت د څېړونکې جفري دریسلر چې په ژوره توګه یي د حقانې شبکې په اړه تحقیقات کړې، خبره هم راخیستې چې وایي:

"د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو باندې حملو کې د حقانې شبکې د لاس درلودلو په اړه د امریکا شک پر ځاي دی. که چېري موږ دا استدلال ومنو چې د دې حملو یوه برخه په افغان امنیتي ځواکونو کې د مخالفانو د نفوذ له امله ده، نو په مطلق ډول چې حقاني شبکه په کې لاس لري.

د افغان ځواکونو له داخل څخه د حملو دا تکتیک ډېر قوي دی او وسله وال به په خپل ټول توان هڅه وکړي؛ چې دا حملې زیاتې او لا وژونکی کړي."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوې بلې مقالې کې دا مساله د فرهنګې توپیرونو له زاویې څخه څېړلې خو په سر کې یې له یوه امریکایي ټلویزیون سره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن خبره راخیستې چې وایي: "مونږ د افغانستان په ماموریت کې ډېرې زیاتې قربانۍ ورکړې، خو نه غواړو، چې د دغه ماموریت لپاره ووژل شو."

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو د یو پرڅلور برخې حملو نسبت د طالبانو نفوذ ته ورکړ شوی، خو د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی دا د بهرنیو استخباراتي سازمانونو په خاص ډول د پاکستان د "ای. اېس. ای" کار بولي او د امریکا دفاع وزارت یې د افغان ځواکونو شخصې کینې، دښمنۍ او فرهنګي حساستونه بولي. جنرال الن دغه راز وایي، د سږنۍ روژې اوږدې ورځې او سخت اوړی هم د حملو عوامل ګڼل کیدای شي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا دفاع وزارت د افغانستان په ماموریت کې شاملو عسکرو ته د افغانانو د فرهنګ او عنعناتو د بلدتیا روزنه پیل کړې ده.
XS
SM
MD
LG