د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۴

د ولایتونو د مرستیالانو او ولسوالیو لپاره ازموینه واخیستل شوه


د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونود خپلواکې ادارې مشر وایي؛ چې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د ولایتونو د مرستیالانو او ولسوالیو لپاره له کاندیدانو ازموینه اخیستل کیږي.

په دې لړ کې د شنبې په ورځ شاوخوا دوه سوو پنځوسو کسانو د یوولسو ولایتونو د مرسیالۍ څوکیو ته او د شاوخوا سلو ولسوالیو لپاره په ازموینه کې برخه واخیستله.

د ازموینې په مهال د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي د دې پروسې په شفافیت ټینګار وکړ او ویې ویل:

"د جمهور رییس د ۱۳۹۰ کال د جدي د ۲۸مې د ۱۰۵ ګڼې فرمان او بیا په تېره د عالي مقام د ۴۵مې ګنې فرمان په اساس د مرستیالانو او د ولسوالانو د استخدام له نوي میکانیزم سره سم؛ نن د ۱۱ ولایتونو د مرستیالانو او د سلو ولسوالانو د استخدام لپاره ازموینه اخیستل کیږي."

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسون ټینګار کوي؛ چې دغه پروسه له هر ډول فساد نه پاکه ده.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسون مشر احمد مشاهد هم چې د دې ازموینې پر مهال حاضر و؛ خبریالانو ته وویل، چې مخکې تر دې به د والیانو مرستیالان او ولسوالان د یو شمیر ګوندونو په خوښه ټاکل کیدل، خو وروسته له دې به د ازموینې له لارې وړ کسان ټاکل کیږي.

سره له دې چې د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د دې پروسې د شفافیت په هکله ټینګار کوي او وایي، چې اوس په دې پروسه کې زورواکان او حزبونه رول نه لري، خو یو شمیر کتونکي بیا په دې اړه شک لري.

دوی وايي، لا تراوسه په حکومت کې د ځینو مشخصو ګوندونو او اشخاصو په ځانګړې توګه پخوانيو جهادي مشرانو نفوذ او لاسوهنه جریان لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG