افغان حکومت ایران ته د ګډ سرحد له لارې د ډالر او نورو نړېوالو اسعارو پر انتقال بندیز لګولی.
د چارواکو د پرېکړې له مخې له دې وروسته هرڅوک، چې ایران ته ځي، نو یواځې زر ډالره له ځان سره وړای شي.
په دې وروستیو کې د ایراني ریال ارزښت د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې ډېر راټیټ شو او له دې سره د هېواد په لویدیځ کې افغان سوداګر هم په خپلو معاملو کې په ایراني پیسو له راکړې ورکړې ډډه کوي.
د ایراني پیسو د ارزښت له راټیټېدو وروسته داسې راپورونه ورکړل شوي، چې ایرانیان د ګډ سرحد له لارې په ډکو موټرو کې پنډ پنډ ریال افغانستان راوړي او له دې خوا زیاته اندازه ډالر، یورو او نور بهرني اسعار ایران ته انتقالوي.
د افغانستان په لویديځ کې د سرحدي پولیسو د څلورم زون قوماندان جنرال شېراحمدملداني وايي، چې د دې غیر قانوني تجارت د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیولي.
جنرال ملداني له ازادۍ راډیو سره په یوه ټلفوني تماس کې وویل چې سرحدي پولیسو ایران ته د بهرنیواسعارو د قاچاق په تور یو تن نیولی او څارنوالۍ ته یې معرفي کړی دی:
"یوڅه پیسې چې اندازه یې یولک او څلوېښت زره یورو وې، یوه تن غوښتل چې له سرحد څخه یې ایران ته وباسي، خو د اسلام قلعه د کمیسارۍ د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شو."
افغانستان له ایران سره اوږده ګډه پوله لري چې غیرقانوني کډوال، د مخدرو موادو قاچاقبران او حتی وسله وال یاغیان کار ترې اخلي.
په تېرو دریو اونیو کې د ایراني ریال په ارزښت کې ناڅاپه ډېرزیات کموالی راغی، تر دې چې د پنجشنبې په ورځ یو امریکايي ډالر، په دولس زره او دوه سوه شپږشپېته ریاله بدلېده.
دې موضوع په ایران کې د خلکو سختې اندېښنې راپارولې او ځکه خو د تهران د لوی بازار په ګډون د دې هېواد زیات شمېر تجارتې بازارونه سخت زیانمن شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ په ایران کې د ریال د ارزښت د کمېدو په وړاندې اعتراضونو دوام درلود او د راپورونو له مخې په څو ځایونو کې د خلکو او پولیسو ترمینځ نښتې هم وشوې.