د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د رسنیو د فعالیت په اړه د وزیرانو د شورا وروستۍ پریکړې اندیښنې وزیږولې


د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارو د رسنیو د فعالیت په اړه د وزیرانو شورا په وروستۍ پریکړې اندیښنه وښودله.

د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د وزیرانو شورا د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لارښوونه کړې، چې یو شمېر رسنۍ د خلکو ذهنونه مغشوش کوي او باید مخنیوی یې وشي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه وايي، دا رنګه څرګندونې ګونګې دي او د رسنیو پر ضد ترینه ګټه اخیستل کیدای شي.

خو چارواکي وايي، د وزیرانو شورا وروستۍ مصوبه پر رسنیو د سانسور کومه هڅه نه ده.

په دې اړه پام د احمدزبیر ژمن راپور اورو:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG