د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

ایران هغه افغان بندیان اعداموي چې په ابدي حبس محکوم دي


یو شمیر سناتوران وايي، چې د افغان زندانیانو په اړه د ایران حکومت وروستۍ پریکړې اندیښمن کړي او غواړي چې حکومت په ځآنګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه جدي اقدام وکړي.

د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد او بودیجې کمیسیون مشر مولوي عبدالوهاب عرفان د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه خبره زندانیانو او په تهران کې د افغانستان سفارت چارواکو ورته کړې ده.

مولوي عرفان وايي، هڅه به وکړي چې د ملي شورا له لارې هم دغه موضوع تعقیب او خپل مسولیت ادا کړي.

"د ساري په نوم د مازندران یو زندان دی چې د ابدي حبس زندانیان یې په اعدام محکوم شوي دي، په ایران کې د افغانستان سفارت هم دا موضوع تایید کړې ده، هیله ده چې د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي، مونږ هڅه کوو چې د ملي شورا له لارې هم دا موضوع په جدیت سره تعقیب کړو.

ماسره دقیق ارقام نشته خو له ساري زندان څخه ۷ کسانو ماسره اړیکه ونیوله چې په ابدي حبس محکوم وو او اوس د اعدام اعلان پاڼه ورکړل شوې ده."


نوموړي وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان تل د افغان حکومت له مجبوریتونو ګټه اخلي او په کډوالو د فشار راوړلو له لارې خپل سیاسي اهداف ترلاسه کوي.

خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تراوسه یې په دې اړه له رسمي مراجعو څخه کوم خبر نه دی ترلاسه کړی.

د دغه وزارت یوه ویاند فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل چې دوی په ایران کې د افغانستان سفارت له چارواکو سره اړیکه نیولې او وې ویل چې داموضوع به په جدیت سره تعقیب کړي.

"تراوسه مونږ له رسمي مراجعو څخه داسې خبر نه دی ترلاسه کړی چې ددې موضوع تایید وکړي، مونږ لږ مخکې په تهران کې له خپل سفارت سره اړیکه ونیوله.

مونږ به د افغانستان له اړوندو چارواکو سره دغه موضوع تعقیب کړو، هیله ده چې ایراني چارواکي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په موجودیت کې د افغان زندانیانو د حقوقو په اړه په غور سره پریکړه وکړي."


ښاغلي تمنا وویل چې افغان حکومت له ایران څخه په تیرو موافقت نامو کې غوښتنه کړې چې د افغان زندانیانو په اړه هره پریکړه به د افغان حکومت په سلا مشورې ترسره کیږي.

د راپورنو له مخې دامهال په ایران کې څه باندې پنځه زره افغانان د زندان د پنجرو ترشا شپې ورځې سبا کوي او له دې ډلې څخه یې شااوخوا درې سوه په اعدام محکوم شوي دي.

تر دې مخکې ځینو سناتورانو دا شکایتونه هم کړي و، چې د ایران حکومت د اعدام شویو زندانیانو اجساد په اسانۍ سره یې کورنیو ته نه سپاري.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG