د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۲

"ترکیه د سوريې له پاڅون کوونکي څخه ملاتړ کوي"


د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان وویل په ترکیې کې د پوځي کودتا دوره پای ته رسیدلي او هیواد یې د نورو اسلامي هیوادنو لپاره یوه نمونه ده.

اردوغان چې د خپل حاکم ګوند، عدالت او پرمختګ، په کنګرې کې خبرې کولې، د سوریې د پاڅون کونکو او د فلسطینانو د قضیې د ملاتړ ژمنه وکړه.

د ترکیې صدراعظم د سوریې پر جمهور رییس بشار الااسد سختي نیوکې وکړې او ژمنه یې وکړه؛ چې په دې هیواد کې به د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي. ده همدا شان له روسیې، چین او ایرانه وغوښتل، چې د اسد د رژیم له ملاتړه لاس واخليٍ.

"موږ به په سوریې کې له خپلو ورونو سره هغسې چې باید وي چلند وکړو او ترې ملاتړ به وکړو. خو دلته موږ پر روسیې، چین او ایران غږ کوو، چې لطفا پرخپل کړو وړو له سره کتنه وکړي. تاریخ به په سوریې کې مستبدان هیر نه کړي."

د سوریې له پاڅون کوونکو څخه د ملاتړ لپاره د اردغان د خبرو انعکاس د مصر د نوي اسلام پالي ولسمشر، محمد مرسي، په خبرو کې هم څرګند وو؛ چې دی هم د ترکیې د عدالت او پرمختګ د ګوند د کنګرې یا لویی غونډې یو میلمه و.

"اوس د سوریې خلک د سوریې په خاوره کې وژل کیږي او ورباندی تجاوز کیږي. دوی د دې پېړۍ په یوه تراژیدې وضعیت کې ژوند تیروي. موږ به د دوی تر څنګ تر هغه ولاړ یو چې دا مستبد رژیم ختم شي او دوی خپل مشروع حقونه تر لاسه کړي."

د ترکیې صدراعظم وویل، انقره دې ته تیاره ده څو په ازاده توګه په سیمه کې د هغه څه پرضد چې ده د اسراییل دولتي تروریزم وباله خبرې وکړي. ده له فلسطین څخه د ملاتړ لپاره د مرسي د خبرو ستاینه هم وکړه.

اردوغان وویل، ترکیه به تر هغه د خپل پخواني متحد اسراییل سره پخلا نه شي چې اسراییل د غزې له محاصري لاس وانه خلي او په دوه زره لسم میلادي کال د حملې په خاطرچې نهه ترکي فعالان په کې ووژل شول؛ بخښنه ونه غواړي. دغه فعالان په هغه کشتۍ کې سپاره وو، چې د غزې د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله.

د ترکیې د حاکم ګوند په دې غونډه کې په غزې کې د حماس د اسلامي غورځنګ مشر، خالد مشعل هم حاضر و. د اردوغان د عدالت او پرمختګ ګوند یوه لسیزه ده چې په ترکې کې قدرت ترلاسه کړي اودې موده کې ترکیې د اقتصادي پیاوړتیا ریکارټینګ کړي او په سیمه کې حیثیت او اعتبار لوړ شوی دي.

د عدالت او ترقي اسلام پلوي ګوند سکولار یا غیر مذهبي سیسټم ساتلی دی. خو په عین وخت کې یې د پوځ قدرت هم محدود کړي دي.

د روانې میاشتي په پیل کې په یوې محکمې کې څه باندې درې سوو پوځیانو ته چې په دوه زره دریم کال کې د حکومت د پرزولو هڅه کړې وه د اوږد مهاله بند سزا وارول شوه.

د ترکیې پوځ چې په ډیر شدت سره د سکولار نظآم ملاتړی دی له نولس سوه شپیتمې لسیزې راهیسې یې درې ځله کودتاوې وکړې او په نولس سوه اوه نویم کال کې یې په زوره یو اسلامي حکومت لري کړ.
XS
SM
MD
LG